راشدخان؛ د بریاوو پیل د پنجاب له ماتولو کوو 

رنګین تجريدي ډیزاین

د نوموړي څرګندونې د حیدراباد لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه خپرې کړي دي.

راشدخان وایي « د یو سخت پیل وروسته مونږ به د پنجاب په ماتې سره د بریاوو پیل وکړو، مونږ له پنجاب سره ۱۶ لوبې کړي، چې ۱۱ مو ګټلي دي او پنځه پنجاب ګټلي دي».

هغه زیاتوي ډېوېډ وارنر د پنجاب پر وړاندې ۹۰۶ منډې کړي دي، همدرانګه بونېشور کومار ۱۸ وېکټې د پنجاب پر وړاندې لوبو کې ترلاسه کړي او ما هم د پنجاب ۱۶ وېکټې په تېرو لوبو کې غورځولي دي.

۲۰۲۰ کې په دوبۍ کې د پنجاب پر وړاندې زمونږ دوه اوپنرانو یا پیلیزو توپوهونکو ډېوېډ وارنر او جاني بېرسټو خطرناکه توپوهنه وکړه.

جاني بېرسټو ۹۷ منډې وکړې او ورسره وارنر زبردسته اوپننګ وکړ.

وروستیو کې هدف ۲۰۲ شو، چې حیدراباد ترې دفاع وکړه.

د توپ اچونې پرمهال خلیل احمد او ټي نټراجن دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې او راشدخان درې وېکټې ترلاسه کړې او لوبه حیدراباد په ۶۹ منډو وګټله.

د راشدخان په وېنا دغه تېره تجربه به مونږ سره ډېره مرسته وکړي، چې د سږکال لومړۍ لوبه وګټو.

حیدراباد او پنجاب لوبډلې اوسمهال د نومرو په جدول کې اووم او اتم مقام لري، پنجاب اووم نمبر لوبډله ده، دې لوبډلې درې لوبو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي دي؛ خو حیدراباد بیا درې واړه لوبې د کلکتې، بنګلور او ممبيي پر وړاندې بایللي دي.

سږ کال ډېره پورې په دې اطلاق کېږي، چې د تلولۍ جام به د ویرات کولي، ډیلي او یا هم ممبيي لوبډله پورته کوي.

ممبيي پنځه ځلې اتلولۍ ګټلي دي، چې ۲۰۱۹ او ۲۰ کې یې په پرله پسې ډول ګټلي دي.

چینای درې ځلې اتلولۍ ګټلي دي، کلکتې دوه ځلې، ډکن چارجرز او راجستان یو، یو ځل او په ۲۰۱۶ کې بیا یو ځل اتلولي حیدراباد ګټلې ده.

پنجاب، بنګلور او ډیلي تر اوسه اتلولۍ نه دي ګټلي.

تاسې د یاران لوستونکي څه وایئ، چې ایا حیدراباد به د پنجاب پر وړاندې سیالۍ کې نن دوه نیمې بجې بریا خپله کړي کنه؟

نن ماښام دویمه لوبه د چینای او ککلتې ترمنځ ترسره کېږي.