په IPL کې له حیدراباد لوبډلې سره د مجیب ځدران لومړۍ لوبه!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ څوارلسم پړاو سیالۍ روانې دي، چي پرون شنبه یې په نهمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد او ممبي لوبډلې سره ولوبېدې، چې سنرایزر حیدراباد لوبډلې د خرابې توپوهنې له امله په ۱۳ منډو ماته وخوړه او په روان لیګ کې یې دا درېیمه ماته وه.

 

د پرونۍ لوبې حال

 

لومړی توپوهنه ممبي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې او حیدراباد لوبډلې ته یې د ۱۵۱ منډو هدف وټاکی.

د ممبي لپاره ډیکوک ۴۰، کیرون پولارډ ۳۵، روهیت شرما ۳۲ او کیشان ۱۲ منډې جوړې کړې.

حیدراباد ته دوې ویکټې مجیب ځدران، یوه ویکټه راشدخان او یوه ویکټه بیا خلیل احمد واخیستله.

کله چي سنرایزر حیدراباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې او په ۱۳ منډو یې ماته وخوړه.

د حیدراباد لپاره بریسټو ۴۳، ډیویډ وارنر ۳۶ او شنکر بیا ۲۸ منډې جوړې کړې.

د ممبي لپاره ۳ ویکټې ټرینټ بولټ، ۳ ویکټې راهول چاهار، یوه ویکټه جسپریت بومرا او یوه ویکټه بیا کورنا پانډیا واخیستله.

 

په آی پي ایل لیګ کې د مجیب ځدران لومړۍ لوبه

 

مجیب ځدران په مخکنیو دوو پړاونو کي د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ولوبېد، خو سږ کال یادي لوبډلې بولۍ ته اچولی و او د محمدنبي او راشدخان لوبډلې حیدراباد په بولي کې واخیست.

د حیدراباد لوبډلې په روان لیګ پرونۍ لوبه درېیمه وه، چې د لومړي ځل لپاره یې مجیب ځدران ولوباوه.

مجیب ځدران په پرونۍ لوبه کې هم توپوهنه او هم توپ اچونه وکړه.

په توپ اچونه کې یې څلورو اورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړې او دوې مهمې ویکټې يې واخیستلې.

مجیب ځدران د سویلي افریقا ډیکوک او هند ایشان کیشان وسوځاوه.

په توپوهنه کې یې بیا یوازې په یوه توپ یوه منډه وکړه.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.