د Sports Gala کرکټ سیالیو کې د اقتصاد پوهنځي اتلولي خپله کړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ورزشي اونۍ په نامه د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د اقتصاد پوهنځي د کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
د کرکټ دا ۱۰ اوریزه سیالۍ چې د خراسان خصوصي پوهنتون لخوا په جلال اباد ښآر کې د روانې دیسمبر میاشتې په ۱۴ مه نیټه کې پیل شوې، پکې د ماسټرۍ، کمپوټر ساینس، اقتصاد، ساختماني انجینرۍ، ژوررنالیزم او د انګلیسي ډیپارتمنټ د کرکټ ۱۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبې ته یې د کمپیوټر ساینس سیکسرز او د اقتصاد بازانو لوبډلو لار پیدا کړه.

په پای لوبه کې د اقتصاد بازانو لوبډلې د سیکسرز لوبډلې ته د لوبې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۱۰۹ منډو هدف وټاکلو، خو سیکسرز لوبډله په پیل کې د خپلو لوبغاړو په سوځیدو تر پایه پورې دغه هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ نشوه.
د سپورټز ګاله یا د لوبو اونۍ په نامه سیالۍ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښآر د ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د خراسان خصوصي پوهنتون لخوا پیل شوې وې، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.
د دغه پوهنتون د مسولینو په وینا د لوبو اونۍ په نامه دا سیالۍ یې د دریم ځل لپاره د زدکړیالانو د تفریح په موخه پیل کړې دي، چې له دې وړاندې یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کال کې هم دا لوبې ترسره کړې وې.
د معولوماتو له مخې د دې سیالیو په لمړي پړاو کې د سیکسرز لوبډلې په دویم پړاو کې د زلمي لوبډلې او په وروستي دریم پړاو کې د بازانو لوبډلې د دې لوبو د اتلولۍ جام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې د لوبو اونۍ په دې سیالیو کې د کرکټ لوبډلو ترڅنګ د والیبال، پړي کشوونې، خوسي، تیږې غوځونې، ټیبل ټینیس او نورو بیلا بیلو لوبډلو برخه اخیستې وه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.