حیدراباد په آی پي اېل کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د آی پي اېل شپږمه لوبه د بنګلور او حیدراباد ترمنځ ترسره شوه.

حیدراباد د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.

د بنګلور لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره د ګلېن مکسوېل د ۵۹ منډو او د ویرات کولي د ۳۳ منډو په مرسته ۱۴۹ منډې وکړې.

راشدخان په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې، اې بي ډیویلیرس او واشنګټن سونډر یې وسوځول.

جېسن هولډر په ۴ اورونوکې ۳۰ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

حیدراباد لپاره لوبډلمشر ډېوېډ وانر خپله ذمه واري ادا کړه؛ هغه په ۳۷ توپونو ۵۴ منډې وکړې.

خو ورسره منېش پانډی، جاني بېرسټو، عبدالصمد، جېسن هولډ او ویجی شنکر په بشپړ ډول ناکام شول.

د لوبې په اوولسم اوور کې د شهباز احمد په نامه د بنګلور سپېن توپ اچوونکي، جاني بېرسټو، منېش پانډی او عبدالصمد وسوځول او یواځې یوه منډه یې ورکړه، چې دې اوور لوبه په بشپړه توګه د بنګلور په لاس کې ورکړه.

په وروستیو شېبو کې راشدخان لوبه یو ځل بیا راحساسه کړه، هغه په ۹ توپونو ۱۷ منډې وکړې؛ خو په رن اوټ کېدو سره یې د منډو جوړولو ته د پای ټکی کېښودل شو.

لوبه بنګلور په شپږ منډو وګټله او حیدراباد خپله دویمه ماته وخوړه.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ګلېن مکسوېل ته ورکړل شوه او د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جایزه بیا شهباز احمد واخیسته.

د حیدراباد لوبډلې د توپوهنې ستونزه

حیدراباد لوبډله له لومړي سر څخه تر دې دمه تکیه په اوپنرانو یا ټاپ ارډر توپوهونکو کوي او په منځنیو توپوهونکو یې هېڅ باور نشته.

په منځنۍ برخه کې ورسره جېسن هولډر، عبدالصمد او ویجی شنکر دی؛ خو دوی یو هم ذمه وار فېنېشر لوبغاړي نه دي.

نو کله چې یوه لوبډله ذمه وار فېنېشر ونه لري؛ نو د کمو هدفونو پوره کول هم ستونزمن وي.

حیدراباد باید یو منځنی چټک توپوهونکی ومومي، چې منځنۍ برخه کې او د لوبې په حساس وخت کې، په هسکو شاټونو سره لوبه له مقابلې لوبډلې راواړوي.

راتلونکې لوبه او د حیدراباد بدلون

حیدراباد د راتلونکې شبنې په ورځ له ممبيي لوبډلې سره لوبه لري، چې له دې لوبډلې ورته د لوبې ګټل خورا سخت دي.

نو د دې لوبې لپاره باید حیدراباد لوبډله د جاني بېرسټو پر ځای جېسن رای رواخلي او د هولډر پر ځای باید کېن ویلیمسن واخلي.

ویلیمسن په منځنۍ برخه کې کولای شي، چې د فېنېشر رول ادا کړي او لوبه یې هم ذمه وارانه ده.

تېر کال یې هم د حیدراباد لپاره سختې لوبې وکړې او وې یې ګټلې؛ نو سږ کال هم منځنۍ برخه کې حیدراباد سره ښه انتخاب کین ویلیمسن دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.