د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ په ۲۰۰۸ کې تاسیس شوی دی، چې په دې لړ کې د هندوستان داخلي او بهرنیو لوبغاړو سلیزې او نیمه سلیزې ثبت کړي دي.
دلته به د هغو لوبغاړو په اړه معلومات درکړو، چې په یاد لیګ کې یې چټکې نیمه سلیزې وهلي دي.
کی اېل راهول
دی د هندوستان پیلیز توپوهونکی او د پنجاب لوبډلې اوسنی لوبډلمشر دی، نوموړي په ۲۰۱۸ کې په آی پي اېل کې چټکه نیمه سلیزه ووهله.
هغه په ۱۴ توپونو د ۴ شپږیزو او شپږ څلوریزې ووهلې او چټکې ۵۱ منډې د ډیلي پر وړاندې جوړې کړې.
یوسف پټان
یوسف پټان د هندوستان لوبډلې پخوانی الراونډر و، چې په ۲۰۱۴ کې یې د کلکتې لوبډلې لپاره د حیدراباد پر وړاندې لوبه کې په ۱۵ توپونو نیمه سلیزه ووهله.
هغه په ۱۵ توپونو د ۷ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته ۷۲ منډې وکړې.
سونېل نرین
دی د ویسټ انډیز الراونډر لوبغاړی دی، چې له کلکتې لوبډلې سره لوبېږي، په ۲۰۱۷ کې د بنګلور لوبډلې پر وړاندې په ۱۵ توپونو ۵۴ منډې وکړې، چې شپږ شپږیزې او څلور څلوریزې یې وهلې وې.
سورېش رېنا
د هندوستان پخوانی منځنی چټک توپوهونکی او د چینای سوپرکېنګز بریالی لوبغاړی دی، ده په ۲۰۱۴ کې په ۱۶ توپونو د ۱۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۸۷ منډې کړې وې، هغه دا منډې د پنجاب پر وړاندې کړې وې.
کرېس ګېل
کرېس ګېل په ۲۰۱۳ کې د بنګلور لوبډلې په ګټه د پونه وریئرز لوبډلې پر وړاندې په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، ده ۱۳ شپږیزې او ۱۷ څلوریزې وهلې وې، چې ټولې یې ۱۸۵ منډې کړې وې.
هارډېک پانډیا
هارډېک پانډیا ۲۰۱۹ کې د کلکتې پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله، د شپږ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته یې ۹۱ منډې کړې وې.
ادم ګېل کرېسټ
د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر او کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپوهونکی و، چې په ۲۰۰۹ کې یې د ډیلي پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو د لس شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۸۵ منډې وکړې.
کرېس مورېس
د افریقا الراونډر دی، چې له راجستان لوبډلې سره لوبېږي، نوموړي په ۲۰۱۶ کې د ګوجرات لاینز پر وړاندې په ۱۷ توپونو د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته نیمه سلیزه وهلې وه او لوبه کې یې ۸۷ منډې کړې وې.
نیکولاس پوران
د ویسټ انډیز کیڼ لاسی چټک توپوهونکی دی، په ۲۰۲۰ کې یې د حیدراباد پر وړاندې په ۱۷ توپونو د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته نیمه سلیزه ووهله او ۷۷ منډې یې ثبت کړې.
اېشن کېشن
د هندوستان چټک کیڼ لاسی توپوهونکی دی، چې د ممبيي لوبډلې په ګټه یې ۲۰۱۸ کې د کلکتې پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو د ۵ شپږیزو او څلوریزو په مرسته ۶۲ منډې وکړې.
کیرن پولارډ
په ۲۰۱۶ کې یې د ممبيي لوبډلې په ګټه د کلکتې خلاف لوبه کې په ۱۷ توپونو د ۲ شپږیزو او شپږ څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې وکړې.