شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي.
د کرکټ ملي لوبډلې له هر لوبغاړي چې پوښتنه شوې، چې ستاسو په لوبډله کې څوک ډېر مسخره او ټوکي دی، نو خامخا د شهزاد نوم اخلي.
راشدخان او محمدنبي په هندوستان کې د مرکو په ترڅ کې همدا خبره کړې وه او همدارنګه په افغانستان کې دننه رسنیو کې د افغان لوبغاړو مرکو کې همدا خبره کړې ده او شهزاد یې ساعت تیری لوبغاړی بللی دی.
خوست کې د شهزاد محمدي تازه ویډیو او د خلکو غبرګون
https://www.facebook.com/110109181179213/videos/299898598198562
خوست کرکټ لوبغالي کې د کمال خان بند په تړاو پنځمه لوبه د غني بابا اوبو ساتونکو او د کمال خان بند د چارو د تنظیم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې شهزاد محمدي د لوبغالي بونډري کې ولاړ و، چې د ډول غږوونکي د شهزاد څنګ ته راغلل او شهزاد هم ورته نڅا وکړه.
د شهزاد دا چاره د ډېری مینوالو د خوښې وړ ګرځېدلې او ډېری فیسبوک، ټوېټر کاروونکو خپره کړې او ایرل شوې ده.
ډېری رسنیو لیکلي دي، چې دا به څنګه په مینوالو ګران نه وي؛ ځکه د خپلو مینوالو خوښه کوي او میدان ګرم ساتي.
د کمال خان بند په تړاو لوبه
غني بابا واټر ډیفنډرز لوبډلې په خوست کې د کمال خان بند جام وګاټه
د شرف الدین اشرف د هر اړخېزې لوبې پر مټ غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې لوبډلمشر رحمن الله ګربز وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې د ټولو ویکټو په غورځېدو د لوبې په ۱۸.۵ اورونو کې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او د ۱۳۶ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه. د کمال خان ډیم ډیویلپرز لپاره په توپ وهنه کې اکرام علي خېل ۳۷، سمیع الله شینواري ۲۵ او حشمت الله شهیدي ۱۶ منډې ترسره کړې، چې په توپ اچونه کې حسیب الله لکڼوال څلور، ننګیال او شرف الدین اشرف هر یو دوه، دوه، یوسف ځاځي او قیس احمد هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبې په دوهمه نیمایي کې غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې د هدف ترلاسه کولو په موخه توپ وهنه پیل کړه او د دوو ویکټو په غورځېدو د لوبې په ۱۲ اورونو کې وتوانېدل چې یاد هدف پوره او کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې ته په توپ وهونکو کې شاهد کمال ۵۲، شرف الدین اشرف ۵۰ او نجیب الله ځدراڼ ۱۹ منډې ترسره کړې، د کمال خان ډیم ډیویلپرز په توپ اچونکو کې یوازې سید احمد شېرزاد یوه ویکټ ترلاسه کړه. شرف الدین اشرف د هر اړخېزې لوبې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.