د ممبيي لوبډله د آی پي اېل په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ ده، چې پنځه اتلولۍ یې ګټلي دي، په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کې یې پرله پسې دوه اتلولۍ ترلاسه کړې.
اوس د ممبيي لوبډلې لوبغاړي او مشرتابه وایي، دوی په دې لټه کې دي، چې درېیمه پرله پسې بریا خپله کړي او د اتلولیو هیټریک وکړي.
دا لوبډله ادعا کوي، چې تېرو کلونو کې یې خورا ښې لوبې کړي او تر ټولو یې زیاتې اتلولۍ ګټلي او د روهېټ شرما په لوبډلمشرۍ کې به دا لوبډله سږ کال بیا د اتلولۍ جام هسک کړي.
لوبډله یې
روهېټ شرما، کوېنټن ډیکوک، سوریا کومار یداف، هارډېک پانډیا، کرونال پانډیا، کېرن پولارډ، جیمز نیشم، نتن کولټرنایل، راهول چهر، ټرېنټ بولټ، جسپرېت بومرا، پیش چاولا، دول کلکرني، سوراب تېواري، ادېتیا ټېر، آدم مېلن، کرېس لین، جایانټ یداف، انمول پریت سېنګ، انوکول رای، محسن خان، ارجون ټینډولکر، مارکو جانسین او یوډویر سېنګ.
له دې لوبډلې سره ټول ۲۵ لوبغاړي دي، چې د نورو لوبډلو په پرتله پکې لوبغاړي زیات دي.
د لوبډلو د اتلولۍ ادعاوې
چینای سوپرکېنګز چې تر ممبيي لوبډلې وروسته بریالۍ لوبډله ده او درې ځلې یې اتلولۍ ګټلي دي، سږ کال بیا د اتلولۍ ګټلو تمه لري.
دا لوبډله ایم ایس ډوني، سورېش رېنا، فاف ډوپلیسي، جدیجا، راتوراج ګېکواډ، امبټي ریوډو، ډوین براوو، معین علي، عمران طاهر، شاردول تاکور او ځینې نور پیاوړي لوبغاړي لري.
نو دا لوبډله هم ادعا کوي، چې سږ کال اتلولۍ ګټلو سره به د څلورم ځل لپاره جام هسک کړي.
د ډیلي لوبډله او اتلولۍ ادعا
د ډیلي لوبډلې رهبرۍ ویلي چې د نوي لوبډلمشر رېشاب پنټ څخه یې هیله دا ده، چې لوبډله په اتلولۍ ونازوي.
له دې لوبډلې سره پیاوړي لوبغاړي لکه رباډا، رېشاب پنټ، پرېتوي شاو، شېکر دوان، اجینکیا رهانی، شېمرن هېټمېر، سټېف سمېت، مارکس سټاینېس، کرېس ووکس، ټام کورن او نور لوبغاړي ورسره دي.
دې لوبډلې د ۲۰۱۸ کال راهیسې ډېره خواري پیل کړې او غواړي چې اتلولۍ ته ځان ورسوي.
تېر کال هم پایلوبه کې د ممبيي لخوا ماته شوه.
بنګلور لوبډله
دې لوبډلې چې تر اوسه هېڅ اتلولي نه ده ګټلې؛ نو هڅې یې پیل کړي، چې سږ کال په لومړۍ اتلولۍ سره ځان مطرح کړي.
د پیاوړتیا په لحاظ دا لوبډله ډېره ځواکمنه ده، ځکه ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، ګلېن مکسوېل، ډانېئل کرېسچین، دېفدت پاډېکل او ځېنې نور مشهور لوبغاړي ورسره دي، چې کولای شي، ځان تر اتلولۍ ورسوي.
راجستان چې ۲۰۰۸ کې اتلولي ګټلې وه، سږ کال بیا غواړي چې اتلولي تر لاسه کړي؛ خو له دې لوبډلې سره د جوفرا ارچر، جاس بټلر، شیریاس ګوپل او راهول تیواتیا په څېر لوبغاړو ډېره ذمه وارانه لوبه کړې؛ خو د پرمختګ څرک یې زیات نه دی.
بیا هم دا لوبډله د تېرو کلونو په پرتله ۲۰۲۰ کې ښه وه او سږ کال به هم ښه فایټ کوي، ترڅو لوبې وګټي او ځان تر وروستیو بریالیو شېبو ورسوي.
حیدراباد لوبډله
دې لوبډلې تل هڅه کړې، چې له هدف څخه په توپ اچونه دفاع وکړي، ځکه په توپوهنه کې ورسره درې ذمه وار لوبغاړي شته، چې ډېوېډ وارنر، جاني بېرسټو او کین ویلیمسن دي، کله چې وروستیو ته خبره ځي، نو بیا د ذمه وار توپوهونکی ورسره نه وي، چې لوبې ته فېنېش یا په بریا پای ورکړي.
که محمد نبي ته وخت ورکړي نو ښایي چې د فېنېشر رول ادا کړي.
دې لوبډله په ۲۰۱۶ کې اتلولي ګټلې وه او سږ کال ورسره د درېیو افغانانو په ګډون بالېنګ لاین کې بونېشور کومار، خلیل احمد، جېسن هولډر، ټي نټراجن او سندیپ شرما په فسټ بالېنګ کې شته.
خو دې لوبډلې یو بل ښه انتخاب دا کړی، چې جېسن رای یې اخیستی دی او دا چاره به د دوی ټاپ ارډر توپ وهنې ته لا ځواک وروبښي.
د کلکتې لوبډله
دې لوبډلې په ۲۰۱۲ او ۱۴ کې اتلولۍ ګټلي دي او سږ کال هم د اتلولۍ د ګټلو په هڅه کې دي.
کارون نایر، ایئن مورګن، نېتېش رانا، شکېب الحسن، انډری رسل، ټېم سیفرټ، راهول ټېرېپاتي، لاکي فرګوسن، پټ کمېنس، سونېل نرېن او ځېنې نور تکړه لوبغاړي لري.
د پنجاب لوبډله
د پنجاب لوبډلې کی اېل راهول لوبډلمشر کړی دی، په ۲۰۲۰ کال کې دا لوبډله لومړيو کې ښه روانه وه، اوس ورسره کرېس ګېل، ډېوېډ مېلن، مایسس هېنرېکیز، میانک اګروال، نیکولاس پوران، محمد شمي، کرېس جورډن او نور لوبغاړي ورسره دي.
ډېره پورې د دوی تکیه په توپوهنه ده او توپ اچونه کې ورسره د محمد شمي په څېر بل ذمه وار بالر نه شته.