سټار سپورټس په نامه چېنل د آی پي اېل په ۱۳ پړاوونو کې د هیټریکونو د ترسره کولو په اړه معلومات راټول کړي دي، خو په دې هیټرېکونو کې د ۲۰۱۵، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ هیټریکونه نه دي جمع شوي.
۲۰۰۸ کې هیټریکونه
لکشمیپاتي بالاجي، امېت مېشرا او مکایا اېن ټیني په دې کال کې هیټریکونه کړي دي.
دا د آی پي اېل لومړی پړاو و، چې د هندوستان چټک بالر بالاجي پکې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې درې وېکټې واخېستې.
دویم هیټریک د ډیلي لوبډلې لېګ برېک بالر امېت مِشرا وکړ، هغه د چینای لوبډلې درې وېکټې وغورځولې.
او درېیم هیټریک د افریقا مکایا این ټیني وکړ، چې هغه د کلکتې درې وېکټې سر په سر سوځولې وې.
۲۰۰۹ کې هیټریکونه
په دې کال کې روهېټ شرما له ډګن چارجرز لوبډلې سره لوبېده، چې د ممبيي لوبډلې پر وړاندې یې په توپ اچونه کې هیټریک وکړ.
یوراج سېنګ هم چې یو توپوهونکی دی، په دې کال کې یې د بنګلور لوبډلې پر وړاندې هیټریک وکړ.
۲۰۱۰ کې هیټریک
۲۰۱۰ کې پراوین کومار چې د هندوستان میډیم یا منځنی توپ اچوونکی و او د سوېنګ پاچا بلل کېده هیټریک وکړ.
نوموړی دا مهال د بنګلور لوبډلې په ګټه لوبېده او د راجستان پر وړاندې یې هیټریک وکړ.
۲۰۱۱ کې هیټریک
۲۰۱۱ کې امیت مِشرا یو ځل بیا هیټریک وکړ، هغه دا ځل د پنجاب پر وړاندې هیټریک وکړ او له چارجرز لوبډلې سره لوبېده.
اجېت چنډیلا او ۲۰۱۲ کې هیټریک
نوموړی له پونه لوبډلې سره لوبېده او د راجستان لوبډلې درې لوبغاړي یې په پرله پسې ډول وسوځول.
۲۰۱۳ کې د سونېل نرېن هیټریک
۲۰۱۳ کې سونېل نرېن او امېت مِشرا دواړو هیټریکونه وکړل.
امېت مِشرا د حیدراباد لوبډلې درې وېکټې غورځولې وې او دا یې درېیم ځل هیټریک و، چې په آی پي اېل کې یې ترسره کړ او ده دا هیټریک د رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی و.
همدې کال کې د ویسټ انډیز سونېل نرېن هم د پنجاب پر وړاندې د کلکتې په ګټه هیټریک وکړ.
۲۰۱۴ کې د شېن واټسن او پراوین ټمبی هیټریکونه
د راجستان لیګ برېک بالر پراوین ټمبی د کلکتې پر وړاندې درې وېکټې سر په سر واخیستې او شېن واټسن د راجستان لوبډلې په ګټه د حیدراباد لوبډلې درې وېکټې وغورځولې.
۲۰۱۶ کې د اکسر پټېل هیټریک
اکسر پټېل په دې کال کې درې وېکټې واخیستې او د ګوجرات لاینز څلور لوبغاړي یې وسوځول.
۲۰۱۷ کې هیټریکونه
د ویسټ انډیز لېګ برېک سمیول بدري د بنګلور لوبډلې په ګټه څلور وېکټې په پرله پسې ډول واخیستې.
انډریو ټای چې د اسټرالیا منځنی سرعت توپ اچوونکی دی، د رایزینګ پونه سوپر جاینټس لپاره لوبه کې د ګوجرات لاینز درې وېکټې وسوځولې.
او جایدُف اوناد کت چې د رایزینګ پونه سوپرجاینټس بالر و، د حیدر اباد پر وړاندې لوبه کې هیټریک وکړ.
۲۰۱۹ کې هیټریکونه
دې کال کې د پنجاب لوبډلې بالر سام کورن د ډیلي پر وړاندې لوبه کې هیټریک وکړ.
ورپسې شریاس ګوپل د راجستان لپاره د بنګلور پر وړاندې هیټریک وکړ.