د IPL په تاریخ کې زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳ پړاونه ترسره شوي، چي په لومړي پړاو کي راجستان، په دویم پړاو کې ډیکن چارجیرز، په درېیم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په څلورم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په پنځم پړاو کې کلکتې، په شپږم پړاو کې ممبي، په اووم پړاو کې کلکتې، په اتم پړاو کې ممبي، په نهم پړاو کې حیدراباد، په لسم پړاو کې ممبي، په یوولسم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په دوولسم پړاو کې ممبي او دیارلسم پړاو کې هم ممبي اتلولي ګټلې ده.

 

ټاکل شوې ددې لیګ څوارلسم پړاو د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه (راتلونکې جمعه) د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شي، چې پکې یوې لوبډلې سنرایزر حیدراباد درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران اخیستي.

 

د هند IPL په تاریخ کې زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

 

۱ـ لسیت ملینګا، په ۱۲۲ لوبو کې یې ۱۷۰ ویکټې اخیستې دي.

۲ـ میشرا، په ۱۵۰ لوبو کې یې ۱۶۰ ویکټې اخیستې دي.

۳ـ چاوله، په ۱۶۳ لوبو کې یې ۱۵۶ ویکټې اخیستې دي.

۴ـ براوو، په ۱۳۷ لوبو کې یې ۱۵۳ ویکټې اخیستې دي.

۵ـ هربجن سینګ، په ۱۵۷ لوبو کې یې ۱۵۰ ویکټې اخیستې دي.

۶ـ ایشواین، په ۱۵۱ لوبو کې یې ۱۵۰ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ بنوېشور کمار، په ۱۲۱ لوبو کې یې ۱۳۶ ویکټې اخیستې دي.

۸ـ ناراین، په ۱۱۹ لوبو کې یې ۱۲۷ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ یوزیندرا چاهال، په ۹۸ لوبو کې یې ۱۲۱ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ یاداو، په ۱۲۰ لوبو کې یې ۱۱۹ ویکټې اخیستې دي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.