د باليووډ پلار تر واکسين وروسته بيرته سېنما ته راځي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندي سېنما محبوب لوبغاړي اميتابچن پر ټولنيزو رسنيو سېنما ته د خپل راتګ خبر ورکړی.

بچن د کرونا وېروس ضد واکسين لومړنی دوز ترلاسه کړی او يو ځل بيا د سېنما پر پردې د څېرې ښکاره کولو اراده لري.

دا ۷۸ کلن اداکار چې تېر کال په کرونا وېروس اخته سوی وو په هغه ډله کې دی چې تر نورو مخکې يې د کرونا وېروس ضد واکسين لګولی دی،پداسي حال کې چې بېله دده د زوی ابيشک بچن څخه يې نورې ټولې کورنۍ هم دا واکسين لګولی دی.

اميتابچن په اوس وخت کې هم د باليووډ سېنما يو له زحمت کښو او ستړو اداکارانو څخه شمېرل کېږي،تېر کال چې کله د نوموړي د کرونا وېروس د ناروغۍ خبر خپور سو په نړيواله کچه يې د سېنما مينوال خواشني کړه.

بچن په تېرو څو اونيو کې د سترګو دوه عملياتونه ترسره کړه ،چې يو يې په فيبروري او بل يې په مارچ مياشت کې وو،نوموړی د عملياتو د پايلې څخه خورا راضي وو.

اميتابچن په خپلو دوو وروستيو فلمونو کې د فوټبال د روزونکې او وکيل په حيث راښکاره کېږي،همدارنګه دوه نور فلمونه هم دده د شوټينګ د پيل انتظار باسي.