د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳ پړاونه ترسره شوي، چي په لومړي پړاو کي راجستان، په دویم پړاو کې ډیکن چارجیرز، په درېیم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په څلورم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په پنځم پړاو کې کلکتې، په شپږم پړاو کې ممبي، په اووم پړاو کې کلکتې، په اتم پړاو کې ممبي، په نهم پړاو کې حیدراباد، په لسم پړاو کې ممبي، په یوولسم پړاو کې چینای سوپر کینګز، په دوولسم پړاو کې ممبي او دیارلسم پړاو کې هم ممبي اتلولي ګټلې ده.
ټاکل شوې ددې لیګ څوارلسم پړاو د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه (راتلونکې جمعې ورځ) د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شي، چې پکې یوې لوبډلې سنرایزر حیدراباد درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران اخیستي.
د هند IPL په تاریخ کې زیات د لوبې غوره ټاکل شوي لوبغاړي
۱ـ ایي بي ډیویلرز ۲۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۲ـ کریس ګېل ۱۷ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۳ـ مهندرا سینګ ډوهني ۱۵ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۴ـ روهیت شرما ۱۵ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۵ـ ویراټ کوهلي ۱۳ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۶ـ ډیویډ وارنر ۱۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۷ـ سوریش رانا ۱۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۸ـ انډري رسل ۱۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۹ـ کیرون پولارډ ۱۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۰ـ مایکل هسي ۱۰ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۱ـ وریندر سېواګ ۱۰ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۲ـ اجېنکا رهاني ۱۰ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۳ـ یوسف پټان ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۴ـ سونیل ناراین ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۵ـ ګاتم ګمبیر ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۶ـ شېون مارش ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۷ـ شین واټسن ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۸ـ رویندرا جدیجا ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۱۹ـ راشدخان ۸ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.
۲۰ـ سچن ټنډولکر ۸ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.