د افریقا او پاکستان ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د افریقا په وانډرر لوبغالي کې د په جوهېنبزبورګ سیمه کې ترسره شوه.
پاکستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه.
د افریقا لوبغاړي
د افریقا لپاره په توپوهنه کې څلور لوبغاړي خورا وځلېدل او د پاکستان لپاره یې ۳۴۲ منډې هدف ورکړ.
په دې لوبه کې کوېنټن ډیکاک په ۸۶ توپونو د یوې شپږیزې او لسو څلوریزو په مرسته ۸۰ منډې وکړې او په اوپننګ کې یې افریقا ته ښه وېکټ ودروله.
بل پلیز توپوهونکي اېډن مرکرم هم ۳۹ منډې وکړې.
خو ون ډاون کې لوبډلمشر ټېمبا بووما ډېره مسلکي توپوهنه وکړه، هغه په ۱۰۲ توپونو د ۹ څلوریزو په ملتیا ۹۲ منډې جوړې کړې، ورسره رسي ونډر ډوسېن هم چټکې ۶۰ منډې وکړې، هغه په ۳۷ توپونو د د څلور شپږیزو او شپږ څلوریزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې او وروستیو کې هیټر توپوهونکي ډېوېډ مېلر په ۲۷ توپونو د درې شپږیزو او درې څلوریزو په مرسته ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افریقا په پنځوس اورونو کې د ۶ وېکټو په لوېدو سره ۳۴۱ منډې وکړې او پاکستان ته یې ۳۴۲ منډې هدف ورکړ.
د پاکستان چټک بالر حارث روف درې وېکټې ترلاسه کړې.
د پاکستان توپوهنه
د پاکستان لپاره امام الحق په ۵ منډو وسوځېد، بابراعظم په ۳۱ منډو، محمد رضوان په صفر، دانش عزیز په ۹ منډو، شاداب خان په ۱۳ منډو، اصف علي په ۱۹ منډو، فهیم اشرف په ۱۱ منډو، شاهین افریدي په ۵ منډو، حارث رووف په ۱ منډو ناټ اوټ او محمد حسنېن ۱۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پښتون ځوان فخرزمان توپوهنه
فخرزمان له پیل څخه د لوبې تر پایه د هر بالر پر وړاندې محکم ودرېد، د هر بالر د توپونو مخه یې وکړه، لوبه یې خورا نږدې کړه او د پاکستان لوبډلې ته یې د اوړو پوزه پرېښوده.
ده په ۱۵۵ توپونو ۱۹۳ منډې وکړې، چې ۱۰ شپږیزې او ۱۸ یې څلوریزې ووهلې.
لوبه افریقا په ۱۷ منډو وګټله او سیریز یو د یو پر وړاندې مخته ولاړ.
انرېک نارټی ۳ او پیلوک وایو دوه وېکټې واخېستې.
دواړه لوبډلې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اپرېل په اوومه نېټه ترسره کوي.
بونډریانې
افریقا ۳۴ څلوریزې ولوبولې او ۱۰ یې شپږیزې ووهلې او پاکستان بیا ۳۵ څلوریزې او لس شپږیزې ووهلې، چې شپږیزې ۱۰ واړه فخرزمان وهلې وې او ۱۸ څلوریزې هم فخرزمان وهلې وې.
په دواړو پاڼیو توپوهنه کې ټولې ۸۹ پولې لوبېدلې وې.