نیوزلینډ د بنګله دېش لوبډله خالي لاس رخصت کړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د مارچ په منځنۍ برخه کې سفر کړی و.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۰ مه نېټه ترسره شوه، چې دا لوبه نیوزیلېنډ په ۸ وېکټو وګټله.

بنګله دېش ۱۳۲ منډې هدف ورکړی و، چې نیوزیلېنډ په دوه وېکټو پوره کړ.

دویمه لوبه د مارچ په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه، چې دا لوبه نیوزیلېنډ په پنځه وېکټو وګټله او درېیمه لوبه نیوزیلېنډ په ۱۶۴ منډو ګټلې وه.

د شل اوریزو لوبو لړۍ

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۲۸ مه نېټه ترسره شوه، دې لوبه کې نیوزیلېنډ بنګله دېش ته په ۶۶ منډو ماته ورکړه.

ورپسې دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۳۰ مه نېټه په مک لیین پارک سیمه کې ترسره شوه او لوبه د باران له امله په ۲۸ منډو نیوزیلېنډ خپله کړه.

وروستۍ شل اوریزه لوبه او حال یې

وروستۍ شل اوریزه لوبه د اپرېل په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، لوبه د باران له امله لس اورونو ته راښکته شوه، چې نیوزیلېنډ په لس اورونو کې د څلورو وېکټو په نقصان سره ۱۴۱ منډې وکړې، چې مارټېن ګوپټېل پکې ۴۴ او فېن الېن ۷۱ منډې وکړې.

بنګله دېش په ۹ اعشاریه ۳ اورونو کې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۷۶ منډې وکړې او لوبه ترې نیوزیلېنډ په ۶۵ منډو وګټله.

ټېم سوتي درې او ټاډ اسټل څلور بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.

له دې سره بنګله دېشۍ لوبډله په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې کلین سویپ شوه او د نیوزیلېنډ لخوا خالي لاس کورته ولېږل شوه.