د مارچ په ۳۰مه نېټه د بروکن کرکټ په نامه یوې وېب پاڼې په خپله فیسبوک پاڼه د زیاتو شپږیزو وهونکو لوبغاړو انځور خپور کړی دی.
فیسبوک پاڼه کې د ۲۰۲۱ز د مارچ میاشت تر ۳۰ مې نېټې پورې د هغو لوبغاړو نومونه خپاره شوي، چې زیاتې شپږیزې یې وهلي دي، په دې لوبغاړو کې د افغان پیلیز توپوهونکي رحمان الله ګربز نوم هم ذکر شوی دی.
تر ټولو زیاتې شپږیزې د هندوستان ځوان فېنېشر کیڼ لاسي توپوهونکي رېشاب پنټ وهلي دي.
هغه په روان کال کې تر دې دمه ټولې ۲۴ شپږیزې وهلي، چې تر ټولو مخکښ دی، نوموړي د انګلستان پر وړاندې شل اوریزو، ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې یادې شپږیزې ووهلې او په وروستیو لوبو کې ښه وځلېد.
مارټېن ګوپټېل په روان کال کې دویم لوبغاړی دی، چې زیاتې شپږیزې یې وهلي دي او د بنګله دېش پر وړاندې لوبو کې ښه تمام شوی دی.
نوموړي شل شپږیزې وهلي دي او له رحمان الله ګربز سره مساوي شوی دی.
افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز چې یواځې درې شل اوریزې لوبې د زِمبابوې پر وړاندې لوبولي، نو ټولې یې شل شپږیزې وهلي او مارټېن ګوپټېل سره مساوي دی.
ښایي افغان لوبغاړو هم زیاتې شپږیزې وهلې وای؛ خو لوبې په روانو درې میاشتو کې کمې کړي دي.
ورپسې مقام د ایرلېنډ پال سټېرلېنګ وهلي دي، هغه په روان کال کې ټولې ۱۴ شپږیزې وهلي او د هندوستان له روهېټ شرما څخه یوه شپږیزه مخکې دی.
د هندوستان روهېټ شرما په د مارچ تر دېرشمې نېټې پورې ټولې ۱۳ شپږیزې وهلې وې او پنځم ځای کې دی.