د کندهار کرکټ لوبغالي کې د پنجشنبې په ورځ یوه نیمه بجه د کمال خان په تړاو څلورمه لوبه د کمال خان بند د جوړوونکو او ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې وکړه، دې لوبډلې د ګلبدین نایب د ۱۳۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۸ منډې وکړې او ۱۹۹ منډې هدف ورکړ.
ګلبدین نایب ۱۱ شپږیزې او ۹ څلوریزې ووهلې او په ۶۴ توپونو یې ۱۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د کمال خان بند جوړوونکو لوبډلې لپاره شرف الدین اشرف ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او ورسره منیراحمد کاکړ ۴۰ منډې ورسره شریکې کړې.
په ۱۷ اعشاریه ۳ اورونو هدف د کمال خان بند جوړوونکو لوبډلې لخوا پوره شو.
دا څلورمه لوبه وه، چې نجیب الله ځدران وګټله.
له دې وړاندې لومړۍ لوبه په کابل کې ترسره شوې وه، چې هغه لوبه ګلبدین نایب ګټلې او هغې لوبه کې یې هم سلیزه وهلې وه.
دویمه لوبه په کونړ ولایت کې ترسره شوه، چې یاده لوبه د کریم صادق او ګربز په لوبډلمشرۍ ترسره شوې وه، چې کریم صادق هغه لوبه ګټلې وه.
او درېیمه لوبه په ګندز ولایت کې ترسره شوې وه، چې مېروېس اشرف هغه لوبه ګټلې وه.
د کندهار د لوبې لوبغاړي
د کمال خان بند ساتونکو لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، رحمان الله ګربز، حمید حسن، وقارالله اسحاقزی، علي احمد ناصر، عطاءالله کاکړ، نظیف الله، انصارالله، نوید زابلی او منظور احمد.
د کمال خان بند جوړوونکو لوبډله کې نجیب الله ځدران لوبډلمشر، شرف الدین اشرف، منیر احمد کاکړ، عین الدین کاکړ، عظمت الله عمرزی، وفادار مومند، دستګیرخان، نعمان خان، حمید یوسفزی، نصیب شېردلی، فضل احمد او عبدالباقي.
کندهار کې لوبه
دې لوبې ته ډېر ځوان لوبغاړي راغلي وو او پکې ولوبېدل.
ورسره مینوال هم زیات و او همدا علت و، چې خوند یې زیات و.
ورسره ښه خبره دا وه، چې د هېواد تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپرېدله او دا نو یو ښه ګام و.