هغه لوبډلمشر چې ډېر ټاسونه يې ګټلي دي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

په کرکټ لوبه کې د ټاس ګټل خورا مهم دي او ځېنې بیا دا اصطلاح هم کاروي، چې د ټاس ګټل د نیمایي لوبې ګټل دي.

کومه لوبډله چې ټاس وګټي، نو هغه اختیار لري، چې توپ وهنه وکړي او که توپ اچونه، دا ځکه مهم دي، چې ځېنې وخت ویشتن ځایونه د لومړۍ توپوهنې او ځېنې وخت د دویمې توپ وهنې لپاره برابر وي.

بله خبره دا ده چې د ټاس په ګټلو سره هغه لوبډلې بریالۍ وي، چې چېسېنګ یا د هدف په پوره کولو کې ځیرکې او تکړه وي.

دلته د ټاس ګټونکو لوبډلمشرانو معلومات درکوو

د سویلي افریقا ګرېم سمېت

ګرېم سمېت په تېرو لوبډلمشرانو کې د ټاس په ګټلو کې لومړی مقام درلود او بختور لوبغاړی بلل کېده، ده په ۱۰۹ ټېسټ لوبو کې ۶۰ ټاسونه ګټلي وو.

ریکي پونټېنګ

د اسټرالیا ریکي پونټېنګ په ۲۲۰ لوبو کې ۱۲۴ ټاسونه ګټلي وو، چې سلنه یې لوړه ده.

او په پنځه غوره ټاس ګټونکو لوبډلمشرانو کې حساب و.

ایم ایس ډوني

د هندوستان مهیندرا سېنګ ډوني په ۳۷ شل اوریزو لوبو کې ۲۲ ځلې ټاس ګټلی دی.

له دې معلومېږي، چې تر ۲۰۱۴ز کال پورې د لوبډلمشرانو په منځ کې د اسټرالیا ریکي پونټېنګ د ټاس په ګټلو کې بریالی و او نږدې پنځوس سلنه ټاسونه یې د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال په ټولو فارمټونو لوبو کې ګټلي وو.

ورپسې ګرېم سمېت او بیا د سټیفین فلیمېنګ و، چې ډېر ټاسونه یې ګټلي وو.

د هند لوبډلمشران

محمد ازهرالدین په ۴۷ ټېسټ لوبو کې ۲۹ ګټلي وو، په ۱۷۴ یو ورځنیو لوبو کې یې ۹۶ ګټلي وو او شل اوریزو لوبو کې یې لوبډلمشري نه ده کړې.

سورف ګنګولي په ۴۹ ټېسټ لوبو کې ۲۱ ګټلي وو او په ۱۴۶ یو ورځنیو کې یې ۷۴ ټاسونه ګټلي وو.

ایم ایس ډوني په ۶۰ ټېسټ کې ۲۶ ، په ۲۰۰ یو ورځنیو کې ۹۷ او په ۷۲ شل اوریزو کې یې ۳۵ خپل کړي وو.

ویرات کولي په ۶۰ ټېسټ لوبو کې ۲۷ ، په ۹۲ یو ورځنیو لوبوکې ۴۰ او په ۴۰ شل اوریزو کې یې ۱۷ ټاسونه ګټلي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.