د پښتورګو د ناروغۍ اصلي لاملونه دا دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
راټولونه

د پښتورګو/ بډوډو ناروغۍ د پر وخت تشخیص په مرسته د درملنې وړ ده او د سالمو ګامونو په پورته کولو سره انسان به هېڅکله په هغه اخته نشي.

د پښتورګو ناروغي ډېره دردوونکي او ژوند اخیستونکې هم کېدای شي. که درملنه یې ونه شي، فعالیتونه په تدریجي توګه له منځه ځي.

په کافي اندازه اوبه نه څښل، ادرار ځنډول، د مالګې زیات استعمال، د بورې زیات استعمال، په کافي اندازه خوب نه کول، د منرالونو او ویټامینونو کموالی هغه څه دي چې له امله یې د پښتورګو ناروغي پیدا کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله اوس د ټولې نړۍ ۱۰ سلنه انسانان د پښتورګو د ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي. د دغې ناروغۍ د مخنیوي لاری په لاندې ډول دي.

ځینې درمل له حد زیات باید ونه کاروو، د التهاب ضد غیر استروئیدي درمل لکه ایبوپروفین او ناپروکسن دي. د دغو درمل زیات مصرف د پښتورګو فعالیت کموي. د معدې زخم ، ریفلاکس لپاره امېپرازول کارول د ډېر وخت لپاره کولای شي د پښتورګو ناروغي لا پسې زیاته کړي.

انتي بیوتیک، ځینې ډولونه یې لکه پنسلین، سولفونامیدونه او سفالو سپورینونه په ډېر احتمال سره تاسو ته ستونزې رامنځته کوي.

تل صحي خواړه باید وخوړل شي، د خوړو یو ښه رژیم تر ترکاریو، مېوو او غله جاتو لرونکې وي، دا په یاد ولرئ د مالګې تر حد زیات مصرفول د وینې فشار لوړولای شي او پښتورګو کې د ډبرو د پیدا کېدلو لامل ګرځي.

په کافي اندازه د اوبو نه څښل په عفونت/ انتان باندې د اخته کېدلو او د پښتورګو د ډبرو خطر لا پسې زیاتوي. هڅه وکړئ په ورځ کې ۴ تر ۶ ګېلاسه اوبه وڅښئ.

سپورت وکړئ، د یو ښه رژیم په توګه، حرکت کول هم د ځینو ناروغیو لکه شکر او زړه سره چې ښایي پښتورګو ته تاوان ورسوي، مرسته کوي. البته دا له یاده مه باسئ چې له حده زیات ورزش پښتورګو ته زیان رسولای شي. حد اقل په اونۍ کې پنځه ورځې او حد اکثر ۳۰ او ۶۰ دقیقو پوري تمرین وکړئ.

سګریټ مه څکوئ، د سګریټو څکول د پښتورګو په سرطان باندې د اخته کېدلو خطر ډېروي. سربېره پر دې د سګرېټو څکول کېدای شي پر ځینو هغو دارو درملو چې د وینې د لوړ فشار درملنه کوي، اغېزه وکړي. دا یوه جدي موضوع ده، ځکه چې د وینې نه کنټرول شوی لوړ فشار د پښتورګو د ناروغي اصلي علت دی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.