جول اوستین: ژوند یو ځل نه، بلکې هره ورځ پیل کیږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه

منطق وایي ترڅو چې خپل په سترګو ونه ګورم باور نه کوم، خو کوم زړه کې چې ایمان وي؛ وایي لومړی باور کوم د هغه وروسته به وګورم.

هر هغه څه چې مو ژوند ته راځي ډېر ژر یې مه قبلوئ، ځکه تاسې دې نړۍ ته راغلي یاست ترڅو بریالي شئ.

هېڅکله خدای تاسو د داسې ستونزې سره نه مخامخ کوي چې تاسې ونه کولای شئ د هغه لپاره ووځئ؛ ځکه خدای پوهیږي چې د څه پر وړاندې تاسې مقاومت کولای شئ.

خدای تل سم خلک ستاسې ژوند ته راولي، خو په دې شرط چې تاسې اجازه ورکړئ ترڅو غلط خلک مو له ژوند څخه ووځي.

منفي فکرونه تل زموږ ذهن ته راځي، خو اړینه دا ده چې هېڅکله يې پر خپله ژبه ونه وایو او پاملرنه ورته ونه کړو.

هېڅکله خپل انرژي په دې مه ځایه کوه ترڅو وګري تا درک کړي ځکه دا کار بې ځایه دی؛ ستاسې وخت ډېر ارزښت لري تر دې چې ته وغواړې خپل ځان نورو ته ثابت کړې.

هر کله چې دا فکر کوئ دا ستونزه نشئ جوړولای او نه حل کیږي نو دا درې کلمې ووایاست؛ زما خدای لوی دی.

تاسې نشئ کولای چې د هستي قوانیونو پر خلاف عمل وکړئ او له خدای څخه تمه ولرئ ترڅو تاسو خپل غوښتنې ته ورسوي.

ژوند یو ځل نه بلکې هره ورځ پیل کیږي.

کله چې د ستونزې سره مخ کېږئ خپل له ځان سره ووایاست، چې دا هم زما د موخې یوه برخه ده.

په نورو پوري تړلي مه اوسئ. که کوم کار ترسره کړی یا نه ستاسو ارزښت نه بدلوي، کوم څه چې تاسې ته درکوي یا نه, هغه نشي کولای ستاسو د موخو ته د رسېدو لپاره خڼډ وګرځي.

رښتیا دا دي چې په دې نړۍ کې تل داسې څوک شته چې خپل ځای ستاسې سره بدل کړي! وغواړي ستاسې په شان ساه واخلي، تاسو غوندې په لار لاړ شي او په کوم ځای کې چې ژوند کوئ ژوند وکړي.

یواځنۍ ځواک چې نور انسانان یې ستاسې پر وړاندې لري هغه ستاسې خپل ځواک دی چې تاسو خپله ورکړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.