ژباړه: حشمت الله رحمتي
که مو د زده کړې ډګر څخه وروسته د کار او عمل ډګر ته سترګې وي، نو د دندې په جریان کې د ترفیع او مخکې تګ لپاره لاندې لارښونې پا پام کې ونیسئ:
۱. د وظیفې په ځای کې او همدارنګه په عادي ژوند کې هم هیڅکله د خلکو پسې خبرې مه کوه، ځکه خلکو پسې خبرې کول ستا حیثیت داغمن کوي.
۲. کوښښ وکړه چې د داسې شخص سره رقابت وکړې چې ستا څخه قوي وي، ځکه د داسې خلکو څخه مخکې کیدل ډیر کار ته ضرورت لري او هر څوک چې ډیر کار کوي هماغه کامیابیږي هم.
۳. کامیاب مشران د مفاهمې ښه مهارت لري، چې له مخې د خپلو لاس لاندې کسانو څخه هم ډیر څه په مثمیره توګه زده کوي، نو که غواړئ چې کامیاب شئ نو تاسې باید د خبرو کولو ښه هنر زده کړئ.
۴. همیشه د خپل کار په اړه د خپل مشر څخه نظر اخله او په کارونو کې ورسره مشوره کوه، البته یو څه ته مو باید پام وي چې دغه ډول کړنې په غوړه مالۍ کې نه راځي.
۵. کوښښ وکړه چې په ښه راغلاست او ستړې مشۍ کې تر نورو مخکې شې، ځکه د مشرانو دا کار ډیر خوښیږي چې په پایله کې به یې د یو ښه موقف خاوند شي.
۶. همیشه خپلې وظیفې ته په رسمې لباس کې ځه، ځکه رسمي لباس اغوستل تر شا څو ګټې لري، لومړی دا چې تاسې د مراجعینو څخه جلا کوي، بله داچې رسمې لباس کول د وظیفې اخلاق دي، ددې ترڅنګ هغه مراجعین چې تاسې ته ضرورت لري کولی شي چې په اساني سره تاسې پیدا کړي.
۷. د دې لپاره چې د وظیفې مسولیت په ښه توګه تر سره کړې نو تاسې باید د خپل وجود د سالم ساتلو لپاره روزمره تمرین وکړئ، ځکه هر هغه کارګر چې ډیرې رخصتۍ کوي د کارفرما نه خوښیږي (وقایه له معالجې بهتره ده).
۸. شخصې برخورد او عادات هم ډیر مهم دی، هیڅکله هم هڅه مه کوئ چې د دروغو په ویلو سره د خپل مشر څخه کریډټ واخلئ، ځکه لمر په دوه ګوتو نه پټیږي، بله دا چې اکثریت مشران پدې ښه پوهیږي چې رښتیا او دروغ سره تفکیک کړي.
۹. کوښښ وکړه چې خپل کار ځای ته لږ وختي ورسیږې، ځکه په وختي تګ سره به تاسې ددې وخت ولرئ چې خپل ذهن ارام کړئ چې د ورځې په جریان کې به خپل درسپارل شوی مسولیت په ښه توګه تر سره کړئ.
۱۰. د خپلو کارونو د ښه ترسره کولو لپاره د ځان سره یو پلان جوړ کړه او همدارنګه د کارونو د ترسره کولو لپاره وروستۍ نېټې ته په کاري پلان کې په رنګین قلم ځای ورکړه، چې ددې کار سره به تاسې هیڅکله رسمې وخت په شخصي کړنو تیر(ضایع) نه کړئ.
۱۱. هیڅکله هم په دنده کې خبرې شخصي مه اخله، د بیلګې په توګه که ستاسې مشر په مجلس کې د کومې کړنې څخه شکایت وکړي، نو تاسې باید دا فکر ونه کړئ چې ګویا دا خبره یې ماته کړئ، یا يې زه په غوږ و وهلم.
۱۲. که د وظیفې په جریان کې مو کوم اداري غړي سهوه وکړه یا د کومې خطا مرتکب شو، نو د نورو اداري غړو په مخ کې یې ورته مه یادوه، بلکې په یواځې توګه په ځانګړي ځای کې یې ورته په داسې طریقه یاده کړه چې نوموړی د حقارت احساس ونه کړي، ددې کړنې ګټه دا ده چې لومړی خو دا د یو ښه رهبر خاصیت دی بله دا چې په اداره کې د بدبینۍ څخه مخنیوی کوي.
۱۳. د ورځې په جریان کې یو څه وخت د ځان سره یواځې تیروه او دغه پوښتنې له ځانه کوه، زما د ژوند هدف څه شی دی، زه څه غواړم چې په راتلونکې کې شم، او څنګه خپلو هیلو ته رسیدای شم؟
۱۴. په دنده کې د الف پلان ترڅنګ همیشه ب پلان هم ولره، ځکه د بدیل په لرلو سره تاسې هیڅکله د ډار احساس نه کوئ او خپله وظیفه په ښه جرآئت سره تر سره کوئ چې په لوړ مورال سره د وظیفې تر سره کول د غلطیو کرښه هم راټیټوي.
۱۵. همیشه پدې باور ولره چې د کامیابۍ راز سخت کار کول او حوصله ده، هیڅکله هم میدان مه پریږده ځکه یوه ډیره مشهوره وینا ده چې ګټونکی هیڅکله میدان نه پریږدي او میدان پریښودونکی هیڅکله ګټونکی کیږي نه.