د کرکټ برخه کې لومړی خدمت د تاج مالک د کورنۍ دی او له دوی سره نور مل ملګري او د کرکټ خواخوږي و، چې افغانستان کې یې معاصر کرکټ ته لاره پرانیستله؛ خو مونږ دلته پر لوبډلمشرۍ خبرې کوو.
تر دې دمه په افغان لوبډلمشرانو کې تر نوروز منګل وروسته ډېر موثر لوبډلمشر اصغر افغان تمام شوی دی او د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډله د کرکټ د تاریخ زرینو کرښو ته ورسېده.
د نوروز منګل وخت کې لوبډله رازرغونه شوه، له لوړو ژورو راتېره شوه او تر ۲۰۰۹ز پورې خورا ښه پرمخ ولاړه.
په ۲۰۱۰ز کې یې لومړي ځل لپاره لوبډله په نړیوال جام کې ولوبوله او له دې وروسته په ۲۰۱۲ز او ۲۰۱۶ز کې هم لوبډله ولوبېده.
په ۲۰۱۵ز پنځوس اوریز نړیوال جام کې هم لوبډله ولوبېده، یعنې د لوبډلمشرۍ برخه کې د نوروز منګل هڅې هم د ستایلو دي.
که څه هم دا مهال لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل و.
که څه هم د لوبډلمشرۍ په ګدۍ محمدنبي عیسی خېل هم کېناست خو لاسته راوړنه یې نه وه او خپله یې هم په لوبېدلو منفي اغېز پرېوت.
اصغر افغان او لوبډلمشري
له ۲۰۱۵ز کال وروسته اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه پیل وکړ، دی په لوبډلمشرۍ کې خورا اغېزناک تمام شو، لوبډله پرې راټوله شوه او حتی دومره وځلېد، چې د نړۍ له لوبډلمشرانو مخکې شو.
د ده په څو کلونو لوبډلمشرۍ کې لوبډله د شل اوریزو لوبو تر ټولو زیاته ګټونکې شوه.
ده د ډهوني ریکارډ مات کړ، په ۴۲ لوبو کې یې بریالۍ لوبډلمشري نندارې ته وړاندې کړه او ځان یې په دې ریکارډ کې لومړی کړ.
د ده په رهبرۍ کې لوبډله د ۲۰۱۹ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته هسکه غړۍ ولاړه او د کوالیفای یا غوراوي جام سیالیو اتلولي یې په زِمبابوې کې وګټله.
په پایلوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او لوبډله نړیوال جام ته ورسېده.
د ده په لوبډلمشرۍ کې لوبډله هم په ټېسټ، په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د باور وړ او فول مېمبر یا د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لسو مخکښو لوبډلو کې شمېر شوه.
د ده په لوبډلمشرۍ کې د ایرلېنډ پر وړاندې ریکارډونه جوړ شول، ۲۷۸ منډې هدف نړۍ کې ستر ریکارډ دی، د عثمان غني او حضرت الله ځاځي ۲۳۵ منډې ملګرتیا په اوپننګ کې بل ریکارډ دی.
په یوه پاڼۍ کې د زیاتو شپږیزو وهل بل ریکارډ و، د حضرت الله ځاځي ۱۶ شپږیزې بل ریکارډ و، په لوړ توپیر د لوبې ګټل بل ریکارډ و.
په ټېسټ لوبو کې افغان لوبډله یواځېنۍ هغه شوه، چې په شپږو لومړیو لوبو کې یې درې هغه ګټلي دي.
د جدول په سرکې قرار لري.
افغان لوبغاړي د نړۍ په کچه مطرح شول، درجه بندۍ کې یې نومونه راڅرګند شول، راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن تر لومړیو مقامونه راورسېدل.
حضرت الله ځاځی لومړی تر پنځم او بیا تر نهم مقام پکې وځلېد.
د ۲۰۱۸ز اسیا جام کې یې بنګله دېش او سریلانکا مات کړل او خورا له لاسته راوړنو سترې لوبې یې وکړې.
دا او ډېرې نورې لاسته راوړنې د اصغر افغان د لوبډلمشرۍ پر مهال افغان لوبډلې ترلاسه کړې.
يو یو منفي ذهنیت چې د ده په هکله خپور شو، هغه د ۲۰۱۹ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د لوبډلې پر له پسې ماتې وې او خلکو د سرچینو د معلوماتو له مخې دا اټکل کاوه، چې د لوبډلې د ګډوډۍ لامل له لوبډلمشرۍ د اصغر افغان لېرې کول او پر ځای یې د ګلبدین ټاکل وو، چې دې چارې لوبغاړي زړه ماتي کړل او درستې لوبې یې نندارې ته وړاندې نه کړای شوې.
هغه وخت ګنګوسې دا خپرې شوې، چې ګواکې د اصغر په اشاره ځېنې اصغر پلوه لوبغاړي له ګلبدین سره ښه لوبه نه کوي نو ځکه لوبډله لوبې بایلي.
د ځينو خلکو په باور هغه مهال د کرکټ بورډ رهبرۍ او غوراوي کمېټې دا مناسبه نه وه، چې اصغر په څېر بریالی لوبډلمشر لېرې کړي او پر ځای ګلبدین نایب وټاکي.
اصغر افغان او دوه برخلیکه
تر دې دمه د اصغر په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډله له پوره پیاوړو لوبډلو سره نه ده مخ شوې، لکه هند، اسټرالیا، سویلي افریقا، پاکستان، انګلستان او نیوزیلېنډ.
کېدای شي اوس وخت کې مونږ په شل اوریزو او یا هم یو ورځنیو لوبو کې سریلانکا، بنګله دېش او ویسټ انډیز ته ماتې ورکړو؛ خو نورو لوبډلو ته د ماتې ورکول ستونزمنه چاره ده.
۲۰۲۱ز کال کې افغان لوبډله له سترو لوبډلو سره مخ ده، چې دې کې د اصغر د ریکارډ د راپرېوتو او د لوبډلې د شاته تګ خطر شته.
مطلب دا که اصغر افغان پس له دې لوبډلمشرۍ ته دوام ورکړي او سیریزونه له ځواکمنو لوبډلو سره ولرو او داسې مهالوېش هم شته چې دې کال کې مونږ له زیاتو لوبډلو سره لوبې لرو، نو د لوبو د ګټلو پر ځای د لوبو د بایللو امکانات زیات دي؛ ځکه چې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلېنډ، انګلستان، افریقا داسې لوبغاړي لري، چې خورا خطرناک دي.
که چېري خدای نا غوښته مونږ لوبې وبایلو؛ نو هم د اصغر افغان او هم د لوبډلې مزل ته خنډونه جوړېږي او لاسته راوړنو تر سیوري لاندې راځي.
لکه څنګه چې ۲۰۱۹ز کې د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې لوبډله تر پوره نیوکو لاندې راغله
نو د بایللو په صورت کې هم د اصغر او هم د لوبډلې برخلیک خرابېدای شي.
بل برخلیک دا هم کېدای شي، چې نن سبا افغان لوبډله هم ډېره پیاوړې شوې او که له لوړو لوبډلو لوبې وګټو، نو د اصغر افغان لوبډلمشري لا ځلولای شي او لوبډله د پرمختګ تر هسکو رسولای شي.