د افغانستان فوټبال غوره لیګ په شاندارو مراسمو پيل شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پرون په کابل کې پيل شو، چي په دې لیګ کې ټولي ۱۲ لوبډلې یو د بل پر وړاندې د هیواد په څلورو ولایتونو کابل، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کي سره لوبیږي.

یوه اونۍ مخکي د دریو راونډونو پچه اچونه ترسره شوه، چې لومړی د شپږو لوبو کوربتوب کابل، دویم د شپږو لوبو کوربتوب بلخ او درېیم بیا د شپږو لوبو کوربتوب هرات ته ورکړل شو.

 

د کابل په کوربه توب لومړی راونډ ۶ سیالۍ

 

د ترسراوي نېټه: د ۲۰۲۱ کال د مارچ له ۲۴ تر ۲۹ پورې، د ۱۴۰۰ لمریز د وري له ۴ تر ۹

(لومړۍ لوبه) جبل السراج پروان –خوست اتلان کلب ـ خوست ۳ ګولونه پر ۱ وګټله.

(دویمه لوبه) لغمان ځوانان – استقلال کابل

(درېيمه لوبه) جبل السراج پروان – لغمان ځوانان

(څلورمه لوبه) خوست اتلان کلب – استقلال کابل

(پنځمه لوبه) جبل السراج پروان – استقلال کابل

(شپږمه لوبه) جوانان لغمان – خوست اتلان کلب

 

د بلخ په کوربه توب دویم راونډ ۶ سیالۍ

 

د ترسراوي نېټه: د ۲۰۲۱ کال د مارچ له ۳۰ د اپرېل تر ۴، د ۱۳۰۰ لمریز د کب له ۱۰ تر ۱۵

(لومړۍ لوبه) مولانا محمد خدیم سرپل – موج ساحل تخار

(دویمه لوبه) جوانان واحدي کندوز – خراسان فاریاب

(درېيمه لوبه) مولانا محمد خدیم سرپل – جوانان واحدي کندوز

(ځلورمه لوبه) موج ساحل تخار – خراسان فاریاب

(پنځمه لوبه) مولانا محمد خدیم سرپل – خراسان فاریاب

(شپږمه لوبه) جوانان واحدي کندوز – موج ساحل تخار

 

د هرات په کوربه توب درېيم راونډ ۶ سیالۍ

 

د ترسراوي نېټه: د ۲۰۲۱ لمریز د اپریل له ۷ تر ۱۲، د ۱۴۰۰ لمریز د کب له ۱۸ تر ۲۳

(لومړۍ لوبه) عینو مېنه کندهار – ابومسلم فراه

(دویمه لوبه) عصمت لغماني هلمند – سرخ پوشان هرات

(درېيمه لوبه) عینو مېنه کندهار – عصمت لغماني هلمند

(څلورمه لوبه) ابومسلم فراه – سرخ پوشان هرات

(پنځمه لوبه) عینو مېنه کندهار – سرخ پوشان هرات

(شپږمه لوبه) عصمت لغماني هلمند – ابومسلم فراه

 

د یادونې وړ ده، چې د دغه لیګ پاتې سیالۍ به تر روژې وروسته، شرایطو ته په کتو، د هېواد د فوټبال فدراسیون له خوا اعلان شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.