لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان، چې د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړی نمبر توپ اچونکی وو، اوس له لومړي ځای څخه دویم ځای ته راکښته شو.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري تازه بېلابیلې درجه بندۍ اعلان شوې، چې له مخې یې ذ شل اوریزه سیالیو د توپ اچونکو په درجه بندي کې د افغان لوبغاړی راشدخان څخه یاد لومړی ځای د سویلي افریقا سلو توپ اچونکي تبریز شمسي خپل کړی.
شل اوریزه سیالیو کې د توپ اچونکو نوې درجه بندي
۱ـ تبریز شمسي، سویلي افریقا، ۷۳۳ نمرې، یوه قدم پرمختګ.
۲ـ راشدخان ارمان، افغانستان، ۷۱۹ نمرې، یو قدم شاتګ.
۳ـ ایشټن اګر، اسټرالیا، ۷۰۲ نمرې، یو قدم پرمختګ.
۴ـ عادل رشید، انګلستان، ۶۹۴ نمرې، یو قدم پرمختګ.
۵ـ مجیب ځدران، افغانستان، ۶۸۷ نمرې، دوه قدمه شاتګ.
۶ـ ادم زیمپا، اسټرالیا، ۶۶۳ نمرې، پر خپل پخواني ځای.
۷ـ میچل سانتینر، نیوزیلینډ، ۶۵۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای.
۸ـ ایش سوډهي، نیوزیلینډ، ۶۴۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای.
۹ـ تیم سوتي، نیوزیلینډ، ۶۴۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای.
۱۰ـ لکشان سنداکان، سریلانکا، ۶۳۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای.