ټول انسانان داسې ځانګړي خلاقیتونه لري چې حتا خپله هم نه پوهېږي، خو کله چې موږ دا ټکي هر ځل تکرار کړو نو خپل ځان به ډېر درک کړو، ځان کې به بدلون احساس کړو او د بریا په لور به ګامونه کېږدو.
د ژوند په هر پړاو کې باید د هغه د ښهوالي لپاره فکر وکړو.
لومړۍ فکر بیا پرېکړه وکړو او د عمل لپاره اقدام وکړو. د هغه په ترسره کولو کې باید محتاطه اوسو، د دې ټولو په پام کې نیولو سره کولای شو د خرابو کارونو څخه مخنیوی وکړو.
د انسان ټر ټولو لویه ځانګړتیا دا ده چې کولای شي توقف نه منونکې اوسي او تل د حرکت په حالت کې ژوند کوي. موږ هم له نورو څخه ښه حرکت کولای شو په دې شرط چې په هېڅ ډول ستړي نشو او خپل کار ته دوام ورکړو.
په خپل ځان باور درلودل ډېر اړین دي، د هر کار نه مخکې موږ باید دا ځانګړنه ولرو.
خپل شرعي مکلفیتونه باید ترسره کړو پرته له دې په هر څو ګرانبیه وي.
موږ په دې نه پوهېږو چې څومره ژوند به وکړو، خو تر هغه وخته چې ژوندي یو باید دې نړۍ او هغه نړۍ لپاره هڅه وکړو تر څو هغه ژوند مو عبث تېر نشي.
خپل ارزښتونو باید ښه پوه شو، په عمل کول او پوه کولو کې له ټولو څخه مخکې باید حرکت وکړو.
دا چې موږ څه کوو، دا دې ښکاروندویي کوي چې څه او څوک یو، او د خپل شتون له کبله د یو موجود په حیث درناوی لرو.
هغه وخت به ډېرې بریا ته ورسېږو کله چې زموږ بهرنی او دننه ژوند یو له بل سره همغږي وي.
د کارونو په ترسره کولو کې باید پشتکار ولرو، یانې خپل ځان د یو کار په ترسره کولو مجبوره کړو په خپل ټاکلی زمان کې، که هغه کې مو خوښه وي که نه وي که پوه شو دې کې مو بریا ده نو باید ترسره کړه.
د ستونزو پر وړاندې درېدل زموږ د ځواک مقاومت ډېروي.
له خپل څخه شکونه لرې کړو، او خپل ځان هغسې ژوند ته چمتو کړو کوم ته چې موږ پیدا شوي یو.
که موږ خپل د ځواک په هکله معلومات پيدا کړو نو هر ډول کار ترسره کولای شو، جسمي او روحي ستړیا موږ کمزوري کوي.
هر ډول پیښي باید زموږ د احساساتو تعیینونکي نه وي؛ بلکې زموږ غبرګون د پېښو پر وړاندې تل مثبتت وي.
زموږ ډېره بریا او خوشالي زموږ د ښې اړیکې پورې تړاو لري نو ځکه ښې اړیکې ته باید پام وکړو.
تل شکر وباسو هېڅکله باید له خدای څخه ناراضه ونه اوسو.
باید ښه اوریدونکي اوسو، تل د خپل ځواک په ټکو فکر وکړو.
د با تجربه وګړو څخه درس واخلو ځکه ژوند دومره هم اوږد نه دی، چې موږ خپله تجربه وکړو.