لیکنه: محمدصابر حمیدي
افغان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې نن د دریو شل اوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه ماپښین دوې نیمي بجې پيلوي، چې له هغه وروسته دا سیالۍ پای ته رسیږي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په لومړۍ او دویمه شل اوریزه لوبه کې زیمبابې ته ماتې ورکړې او وار له مخې یې سریز ګټلی.
افغانستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۴۸ او په دویمه شل اوریزه لوبه کې یې بیا په ۴۵ منډو بریا خپله کړه.
اصغر افغان ته د ننۍ لوبي مهموالی
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې پرون خپله ۴۱تمه شل اوریزه لوبه وګټله، چې په دې سره اصغر افغان د یوه لوبډلمشر په توګه خپل ریکارډ د هندي مهندرا سینګ ډوهني سره برابر کړ.
د هند پخواني لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني، چې په ۷۲ شل اوریزه لوبو کې یې هندۍ لوبډله رهبري کړې، پکې ۴۱ ځله یې بریا او ۲۸ ځله یې بیا ماته خوړلې ده.
افغان لوبډلمشر اصغر افغان بیا افغانۍ لوبډله په ۵۱ لوبو کې رهبري کړې، چې ۴۱ لوبې یې پکې ګټلې او یوازې په ۹ شل اوریزه لوبو کې یې ماته خوړلې ده.
په دې سره اصغر افغان خپل د ګټلو لوبو شمېر د مهندرا سینګ ډوهني سره برابر کړ.
که ننۍ لوبه افغانستان وګټي، نو اصغر افغان به د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبډلمشر شي، چي لوبډله یې تر رهبرۍ لاندي په ۴۲ شل اوریزه لوبو کې بریا خپلوي.