د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۹ مه د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه ترسره شوه.
افغان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره يې د کریم جنت د ۵۳ منډو، د عثمان غني د ۴۹ منډو او د محمد نبي عیسی خېل د ۴۰ منډو په مرسته ۱۹۳ منډې وکړې او زِمبابوې ته یې ۱۹۴ منډې هدف ورکړ.
د زِمبابوې لپاره بلېسېنګ موزرباني دوه وېکټې واخېستې.
د زِمبابوې توپوهنه
د زِمبابوې لومړی توپوهونکی تېناشی کامېن هوکامی د نوین الحق لخوا په صفر وسوځېد.
خو د زِمبابوې لپاره په اوومه او اتمه وېکټ زبردسته لوبه ریان بورل او ډونلډ ټېرېپانو وکړه، ریان بورل په ۲۹ توپونو ۴۰ منډې وکړې، چې درې یې شپږیزې ووهلې او يوه یې څلوریزه جوړه کړه.
ورسره ډونلډ ټېرېپانو په ۱۴ توپونو د یوې شپږیزې او درې څلوریزو په مرسته ۲۴ منډې وکړې او لوبه یې خورا راجوړه کړه؛ خو افغان لوبډلې یو ځل بیا لوبه په ۴۵ منډو وګټله او د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.
له دې سره زِمبابوې په ۱۷ اعشاریه یو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه ترې افغانستان په ۴۵ منډو وګټله.
راشدخان درې وېکټې واخېستې، ۳۰ منډې یې ورکړې، محمد نبي عیسی خېل دوه وېکټې واخیستې، شل منډې یې ورکړې، نوین الحق ۲۸ منډې ورکړې دوه وېکټې یې ترلاسه کړې، فرید ملک ۲۱ منډې ورکړې یوه وېکټ یې واخیسته، دوی ټولو درې، درې اورونه وکړل.
کریم جنت په ۳ اعشاریه یو اورونو کې یوه وېکټ واخیسته او ۲۷ منډې یې ورکړې.
محمد نبي عیسی خېل د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دواړه لوبډلې درېیمه شل اوریزه لوبه د شنبې په ورځ ماسپښین دوه نیمې بجې پیلوي.