هره ښځه د ډېر ځواک درلودونکې ده، خپل اولاد روزي، د خاوند سره ملتیا کوي، د کور ساتنه کوي او همداسې ډېرې ځانګړتیاوې لري چې کولای شې ګټه ترې واخلي، چې پرمختګ وکړي همدا پرمختګ او بریا د ښځو د خوشالي لامل ګرځي.
ښځه یو ارام موجود دی، چې د هر ډول ستونزو پر وړاندې تل چوپ وي، خو اړینه نه ده چې وسوځي هم ځان غلی ونیسي او هېچاته خپل درد ښکاره نه کړي، داسې ځان ارامه ونیسي لکه هېڅ چې نه وي شوي!
ښځې په ټوله کې فردیت ته اړتیا لري، اړتیا لري چې له خپل مخ څخه نقابونه لري کړي او خپل اصلي ژوند ترسره کړي. حتمي نه ده تل د بل چا خوشاله کولو لپاره ژوند وکړو.
نه وایم چې د ارایش مېز ونه لرې، خو باید د تحریر له مېز څخه دې لوی نه وي، نه وایو چې د سینګار شیان مه اخله، خو حداقل کتاب هم واخله.
په دې مو نه محکوموو چې مینه مه کوئ، د مینې لپاره قرباني مه ورکوه، خو اړینه داده چې د یو ښه انسان سره مینه وکړه، د هغه چا پوري زړه وتړه کوم کس چې د خدای پاک صمیمیت او مینه باندې ښه پوه شي او ویې پېژني.
مه پرېږدئ چې داسې هېڅ توکي هم لکه د ماشومانو د لوبو وسایل وپاشي چې تاسې د هغه توکو سره بوخت شئ او په دې پوه نشئ چې په نړۍ کې څه تېریږي.
هر کار چې مو ز هغه ه غوښت، ترسره یې کړئ، خو هېڅکله خپل فکر مه خرڅوئ، تل خپل ځان لپاره فکر ولرئ؛ ځکه همدا ستاسې فکر تاسې لوړو ځایونو ته رسوي.