د هند نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي ویراټ کوهلي په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې لومړنی نارینه لوبغاړی شو، چې ۳۰۰۰ منډې بشپړوې.

 

ویراټ کوهلي خپله ۸۷یمه شل اوریزه لوبه وړمه شپه د انګلستان په وړاندې ترسره کړه، چې په یاده لوبه کې یې ۷۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې یې خپلې منډې ۳۰۰۱ ته ورسولې.

 

په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې لس ډېرې منډه جوړونکې لوبغاړي

 

۱ـ ویراټ کوهلي، هندوستان، په ۸۷ لوبو کې یې ۳۰۰۱ منډي کړي دي.

۲ـ مارټین کوپټیل، نیوزیلنډ، په ۹۹ لوبو کې یې ۲۸۳۹ منډې جوړې کړې دي.

۳ـ روهیت شرما، هندوستان، په ۱۰۸ لوبو کې یې ۲۷۷۳ منډې جوړې کړې دي.

۴ـ ایرون پینج، اسټرالیا، په ۷۱ لوبو کې یې ۲۳۴۶ منډې جوړې کړې دي.

۵ـ شعیب ملک، پاکستان، په ۱۱۶ لوبو کې یې ۲۳۳۵ منډې جوړې کړې دي.

۶ـ محمدحافظ، پاکستان، په ۹۹ لوبو کې یې ۲۳۲۳ منډې جوړې کړې دي.

۷ـ ایون مارګن، انګلستان، په ۹۹ لوبو کې یې ۲۳۰۶ منډې جوړې کړې دي.

۸ـ ډیویډ وارنر، اسټرالیا، په ۸۱ لوبو کې یې ۲۲۶۵ منډې جوړې کړې دي.

۹ـ مایکلم، نیوزیلنډ، په ۷۱ لوبو کې یې ۲۱۴۰ منډې جوړې کړې دي.

۱۰ـ پاول سټرلینګ، ایرلینډ، په ۷۸ لوبو کې یې ۲۱۲۴ منډې جوړې کړې دي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.