په هندوستان کې د مارچ میاشتې په اوومه نېټه د هندوستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش او سریلانکا پخوانیو لوبغاړو ترمنځ لوبې پیل شوي دي.
په دې لوبو کې اووه لوبډلې شاملې دي، چې درې لوبډلې نیمه پایلوبو ته رسېدلې او د انګلستان او ویسټ انډیز څخه به یوه لوبډله نن ماخستن لومړۍ نیمه پایلوبې ته ورسېږي.
دا لوبې د با امنه نړۍ په نامه پیل شوي دي.
د سویلي او هندوستان یوه لوبه کې ۳۵۲ منډې وشوې
د دې لوبو په دیارلسمه لوبه کې د سویلي افریقا او هندوستان د پخوانیو لوبغاړو لوبډلې مخ شوې، چې د هندوستان لوبډلې لپاره سچېن ټېنډولکر ۶۰ منډې وکړې او یوراج سېنګ په ۲۲ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
هندوستان په شل اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې.
ورپسې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ټولې ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه ترې هندوستان په ۵۶ منډو وګټله.
نیمه پایلوبې ته د تګ په موخه لوبه
د هندوستان او سریلانکا کرکټ لوبډلې له وړاندې نیمه پایلوبې ته وتلې وې، خو د سویلي افریقا او یا هم بنګله دېش لپاره وروستۍ لوبه مهمه وه، چې ګټلې یې وای؛ خو دې لوبه کې سویلي افریقا په زړه پورې توپوهنه وکړه او په لس وېکټو یې بنګله دېش ته ماته ورکړه.
بنګله دېش سویلي افریقا ته ۱۶۱ منډې هدف ورکړی و، چې دا هدف د سویلي افریقا دوه لوبغاړو انډریو پوټېک او مورن وان وېک په اوپننګ په شلم اوور کې پوره کړ.
پوټېک ۸۲ ناسوځېدلې او مورن وان وېک ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د دې لوبې په بریا سره د سویلي افریقا لوبډله هم دویمې نیمه پایلوبې ته ورسېده او له سریلانکا سره به د راتلونکې جمعې په ورځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د لوبډلو لوبډلمشران
د بنګله دېش د پخوانیو لوبغاړو لوبډلمشر محمد رفیق دی، د سویلي افریقا لوبډلمشر جانټي رودز دی، د هندوستان لوبډلمشر سچین ټېنډولکر دی، د انګلستان کیوېن پېټرسن دی، د سریلانکا ټېلاکرټنی دیلشن دی، د ویسټ انډیز برین لارا دی او د اسټرالیا براډ هاډین دی.
د نومرو جدول
د سریلانکا کرکټ لوبدلې په ۶ لوبو کې پنځه ګټلي لومړی ځای یې نیولی، هندوستان دویم، سویلي افریقا درېیم، انګلستان څلورم، ویسټ انډیز پنځم، بنګله دېش شپږم او اسټرالیا اووم ځای خپل کړی دی.
دا لوبې د مارچ په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي