د انګلستان د کريکټ تاریخچه او دوې ستري لاسته راوړني يې

سپینه تجريدي ډیزاین

د ویکي پېډیا د معلوماتو له مخې د انګلستان کريکټ لوبډله په ۱۷۳۹ز کې جوړه شوې ده.

خو ویکي پېډیا ویلي، چې د دې معلوماتو د لا کره کولو لپاره سرچینو او څېړنو ته اړتیا ده.

کله چې د کريکټ لوبډلې په اړه لومړی خبر خپور شو، هغه په ۱۹۳۹ز کې و، دا مهال دویمه نړیواله جګړه پیل شوه.

خو یاده وېب پاڼه وایي په ۱۷۳۹ز کې د کېنټ په نامه کورني کلب او انګلستان لوبډلو یوه لوبه وکړه او د انګلستان دې لوبډلې تر ۱۸۷۷ کال پورې نږدې درې سوه لوبې وکړې.

دې لوبډلې تر ۲۰۰۶ز پورې ۸۵۲ ټېسټ مېچونه کړي، چې ۲۹۸ یې ګټلي دي، ۲۴۵ یې بایللي او ۳۰۹ یې ډرا شوي دي.

په دغو ټولو لوبو کې انګلستان ۷۷ لوبډلمشران بدل کړي دي.

یعنې د انګلستان کريکټ لوبډله له ابتدایي کرکټ څخه بیا تر معاصر کرکټ پورې ۲۸۲ کاله تاریخچه لري.

د لوبډلې سترې لاسته راوړنې

دې لوبډلې په نړیواله کچه تر دې دمه دوه سترې لاسته راوړنې درلودلې دي، چې دواړه د نړیوالو جامونو ګټل دي.

۲۰۱۰ز کې یې نړیوال شل اوریز جام وګاټه، دې لوبډلې په دې جام کې نیمه پایلوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه، چې سوېټر او کېوېن پېټرسن ښه کار کرده ګي وکړه.

د توپ اچونې برخه کې بیا سېد باټم ښه توپ اچونه کړې وه.

په پایویلوبه کې ورسره استرالیا مخ شوه، چې اسټرالیا ته یې هم ماته ورکړه او د نږې درې سوه کلونو په اوږدو کې یې دا لومړی نړیوال جام و، چې ويې ګاټه.

دا مهال د دې لوبډلې لوبډلمشر پال کالېنګ ووډ وو.

اسټرالیا ۱۴۷ منډې کړې وې، چې انګلستان په اوولسم اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

دې لوبه کې کرېګ کي سوېټر ۶۳ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.

دا د معاصر کريکټ په تاریخ کې په نږدې سلو کلونو کې د انګلستان لوبډلې یوه تاریخي کارنامه وه.

دویمه لاسته راوړنه

د دې لوبډلې بله ستره لاسته راوړنه د ۲۰۱۹ز نړیوال پنځوس اوریز جام ګټل دي.

په پایلوبه کې نیوزیلېنډ او انګلستان مخ شول، چې نیوزیلېنډ ۲۴۱ منډې وکړې او انګلستان هم ورسره منډې مساوي کړې.

بیا لوبه سوپر اوور ته ولاړه او دا لوبه په بونډریانو باندې انګلستان وګټله.

دا دویم ځل و، چې انګلستان د نړیوال جام اتلولۍ کپ هسک کړ.

دا مهال د انګلستان لوبډلمشر ایرلېنډی ایون مورګن و، چې لا هم په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبډلمشري کوي.

نو مطلب دا چې یوې لوبډلې په نږدې درې پیړیو کې یواځې دوه نړیوال جامونه ګټلي دي او بله دا چې کريکټ د انګلستان ملي لوبه هم ده، خو بل پلو پاکستان، اسټرالیا، هندوستان، ویسټ انډیز او نورې لوبډلې له دوی کم عمره دي، خو نړیوال جامونه یې زیات ګټلي دي.

یعنې که افغانستان نړیوال جام ګټي، دا به زیات کار غواړي او ښایي سوونه کاله وخت ونیسي.

اوس د انګلستان لوبډله خورا جوړه ده، د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره خورا مناسب لوبغاړي لري او د ۲۰۱۸ز راپدېخوا دې لوبډلې ډېر زیات کار کړی دی.

د ویسټ انډیز، افریقا، نیوزیلېنډ، پاکستان او ایرلېنډ لوبغاړي یې اخیستي دي او ښې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

جېسن رای د افریقا دی، ایئن مورګن د ايرلینډ دی، بېن سټوکس د نیوزیلېنډ دی، جوفرا ارچر او کرېس جورډن د ویست انډیز دي، معین علي او عادل رشید اصل کې د پاکستان دي.

دا ټول لوبغاړي اوس د انګلستان لپاره لوبې کوي او خورا ورته وفاداره دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.