د آرشيف نړيوال فدراسيون د باليووډ پلار امتابچن ته د هندي سينما د اثارو د ساتلو پخاطر جائزه ورکوي.
د ارشيف نړيوال فدراسيون يا FIAF په انلاين مراسمو کې چې د رواني مارچ مياشتي په ۱۹مه نېټه ترسره کېږي امتابچن ته د مارتين اسکورسيزي او کريستوفر نولان پواسطه جائزه ورکول کېږي.
نولان چې پخپله يې هم په ۲۰۱۷ز کې دا جائزه ګټلې ، بچن ته يې مبارکي ورکړې ويلي : د فلمي صنعت د څېرو شتون د فلم د ميراث د ساتلو لپاره اړين دی،بچن پدې برخه کې د هند او سيمي په کچه ډېر مهم رول لوبولی دی.
په ۲۰۱۸ز کې چې کله د هندوستان په کلکتې کې د فلم د نندارې د پرانيستلو مراسم وه ،متابچن داسي وینا وکړه چې د مینوالو د تشویق سره مخ سو،نوموړي ويلي وه اکثريت هغه فلمونه چې د پخوانيو فلم جوړوونکو له لورې جوړ سوی وه يا سوځېدلي او ياهم پر انبارو پراته دي.
بچن ويلي وه چې که چېري د پخوانيو فلمونو د ساتنې لپاره اقدامات ونسي نو بيابه ددې فلمونو هيڅ خاطرې نه وي پاتي او نه به هم د سېنما لپاره د جشن نيولو کومه بهانه پاته وي.
د آرشيف نړيوال فدراسيون کلنۍ جائزه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ز کې مارتين اسکورسيزي ته د خپلو کارونو د ارشيف ساتلو پخاطر ورکړله.
تر هغه وروسته دا جائزه ۹ نورو کسانو ته ورکول سوې چې امتابچن به يې لسم وي.