فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې په رسمي سفر بوخت دي، په انلاین بڼه خبرې وکړې او بریا ته یې وهڅول.

 

اعلامیه کې ویل شوي، چي فرهان یوسفزي د ملي لوبډلې لوبغاړو د وروستیو هڅو د تشویق او ملاتړ ترڅنګ خپلو خبرو کې وویل: “تاسې اتلان یاست چې د هېواد درې رنګه بېرغ چې زموږ ملي هویت او ویاړ دی؛ تل لوړ ساتلی او همیشه مو د هېوادوالو پر شونډو خوشحالي او مسکا راوستې ده.”

 

 

ښاغلي یوسفزي همدا راز ویلي ” ګټل او بایلل د لوبې برخه ده او د کرکټ د نړۍ نورې لوبډلې هم سخت او اسانه حالت سره مخ شوې دي. هغه زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو ترمنځ لا ‌‌‌‌‌‌ډېر اتفاق، یووالی او د هېواد لپاره ژمنتیا ګورم؛ چې همدا به زمونږ د پرمختګ او بریالیتوب سبب ګرځي”.

 

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس خپلو خبرو کې د ملي لوبډلې له ټولو لوبغاړو خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل “هغه لوبغاړي چې دغه سیالیو کې ښه وځلېږي، هغوی سره به معنوي او مادي مرستې وشي” او له لوبغاړو یې وغوښتل چې په راتلونکو لوبو کې د بریا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

 

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو بڼه کې ډېرې لوبې نه دي ترسره کړي او راتلونکې کې به هڅه وکړي چې د ملي لوبډلې لپاره د ټېسټ نورې لوبې هم برابرې کړي، تر څو افغان لوبغاړي د ټېسټ لوبو کافي تجربه ترلاسه کړي.

 

ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله د زیمبابې په وړاندې دویمه ټیسټ لوبه بل سبا د چهارشنبې په ورځ پيل کړي. لومړۍ ټیسټ لوبه زیمبابې په لسو ویکټو ګټلې ده. تر یادو ټیسټ لوبو وروسته افغان کرکټ ملې لوبډله د زیمبابې سره درې شل اوریزه لوبې هم ترسره کوي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.