لیکنه: محمدصابر حمیدي
۱ـ هرچیلي هیرمان ګیبز
د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی دئ، چي اوس ۴۷ کلن دئ.
هرچیلي د سویلي افریقا لپاره د ۱۹۹۶م کال څخه بیا تر ۲۰۱۰م کال پوري کرکټ وکړ.
هغه د خپل هیواد لپاره ۹۰ ټیسټ، ۲۴۸ یو ورځنۍ، ۲۳ شل اوریزه او ۳۸۸ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه د ۲۰۰۷م کال د کرکټ په پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د ندرلینډي لوبغاړي ډان وان په وړاندي اور کې شپږ شپږیزې ووهلې، چې په دې سره د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې یوه اور کې شپږ شپږیزې وهي.
۲ـ یوراج سینګ
یوراج سینګ د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره له ۲۰۰۰م کال څخه بیا تر ۲۰۱۷م کال پوري کرکټ وکړ، چي اوس ۳۹ کالو دئ.
یوراج سینګ د هند لپاره ۴۰ ټیسټ، ۳۰۴ یو ورځنۍ، ۵۸ شل اوریزه او ۱۳۹ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
یوراج سینګ په ۲۰۰۷م کال کې د شل اوریزه نړیوال جام په مهال د انګلستاني تېز توپاچونکي سټورټ بروډ په وړاندې یوه اور کې شپږ شپږیزې ووهلې او د کرکټ په تاریخ کې دویم لوبغاړی شو، چې دا کارنامه ترسره کوي.
۳ـ کیرون پولارډ
د ویسټ انډیز د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي کیرون پولارډ د سریلانکا په وړاندې د دریو شل اوریزه سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د پنجشنبې په ورځ زبردسته توپوهنه وکړه، چې په یوه اور کې یې شپږ شپږیزې ووهلې او تر هیرچیلي ګیبز او یوارج سینګ راوروسته د کرکټ په تاریخ کې درېیم لوبغاړی شو، چې دا کارنامه ترسره کوي.
کیرون پولارډ د سریلانکا په وړاندې یاده لوبه کې په ۱۱ توپونو ۳۸ منډې وکړې، چې پکې شپږیز شپږیزې یې یوه اور کې د سلو توپاچونکي اکیلا ډانانجیا په وړاندې ووهلې.