مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی.
نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل کړي.
د چينای سوپرکينګز لوبډلې دويم باتجربه لوبغاړی سرېش رينا به راتلونکې اونۍ د تمریناتي کمپ سره يوځای سي.
د سوپرکينګز اجرائيوي رئيس کاسي ويشوانتن ويلي چې د مارچ په ۱۹مه نېټه به د لوبډلې مشر روزونکی سټيپن فليمينګ، د توپ اچوونې روزونکی بالاجي د ډګر ساتنې کوچ راجيو کمار او نور ټول کارکوونکې سره يوځای کېږي.
نوموړي ويلي چې د چينای لوبډلې ټول سټپ د کرونا وېروس ضد واکسين کوي،کمپ ته تر راتګ به ۵ ورځې قرنطين وي، همدارنګه په هرو پنځو ورځو کې د کرونا ټيسټ ترې اخيستل کېږي.
که څه هم تېرکال د ډهوني د توپوهنې مزه نه وه خو مينوالو يې په بيا بيا ځلې غوښتنه کوي چې نوموړی باید په ای پي ايل کې خپلو لوبو ته ادامه ورکړي.
د ای پي ايل د مخينې پر بنسټ ډهوني ته ددې ليګ باچا ويل کېږي.
د هندوستان پريمرليګ ۱۴م پړاو د راتلونکې اپريل مياشتي په يوولسمه نېټه پيليږې چې د جون مياشتي تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.