محمدنبي: د لوبې انعامي پيسې د خپل هیواد بې‌وزلو ته ځانګړي کوم

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل وايي، چې د لوبې غوره لوبغاړي تر ټاکل کېدو وروسته انعامي پيسې د خپل هیواد بې‌وزلو خلګو ته ځانګړي کوم.

 

محمدنبي عیسی خېل پر خپلې رسمي فیسبوک‌پاڼي لیکلي: په هره لوبه کې چې زه غوره لوبغاړی وبلل شم هغه انعامي پیسې یې زه د خپل هېواد بې وزلو خلکو ته ځانګړې کوم او د نبي فاونډېشن له لارې یې د خیر ښېګڼې په کار لګوم.

 

محمدنبي

 

د افغانستانو د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د پاکستان سوپرلیګ په ۱۳مه لوبه کې د ښې لوبې له امله د لوبي غوره لوبغاړی وټاکل شو.

 

نبي په پرونۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې کراچي کینګز لپاره خورا زبردسته لوبه وکړه، چې په توپ اچونه کې یې دوه اورونه وکړه، ۱۲ منډې یې ورکړې او کومه ویکټه یې وانه خیستله، خو په توپوهنه کې یې بیا د ۳۵ توپونو په مټ ۶۷ منډې وکړې.

 

نبي په یاده لوبه کې ۸ څلوریزي او څلور بیا شپږیزې ووهلې.

 

دا چي نبي د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه، نو د ۱۳مي لوبې غوره لوبغاړی شو.

 

د پاکستان سوپرلیګ ۱۳مه لوبه

 

د پاکستان سوپرلیګ په ۱۳مه لوبه کې پرون ماپښین کراچي کینګز او پېښور زلمي لوبډلې یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته شوې، چي کراچي کینګز لوبډلې په شپږو ویکټو بریا خپله کړه.

 

لومړی پېښور زلمي لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې وکړې او کراچي کینګز لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکی.

 

کله چي کراچي کینګز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف يې د لوبې په ۱۰،۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او پېښور زلمي لوبډلې ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.