لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ټیسټ لوبې وکړو، نو د لوبډلې او لوبغاړو د پياوړتیا په برخه کې به زیاته مرسته کوي.
راشدخان په دې باور دی، چې افغان کرکټ ملې لوبډله یوه داسي پړاو ته رسېدلې، چي شل اوریزه او یو ورځنۍ لوبې یې زیاتي کړي، نو اړتیا داده، چي د پرمختګ لپاره په ټیسټ فارمټ کې سیالۍ ترسره کړې.
راشدخان له ایسفاین کرکیک انفو سره په خبرو کي وویل: په افغانستان کې اوس ټول د ټیسټ کرکټ په اړه خبري کوي، که چیري موږ په ټیسټ او پنځوس اوریزه فارمټ کې سیالۍ وکړو، نو هرو مرو به زموږ لوبډله او لوبغاړي ډېر قوي سي. په شل اوریزه سیالیو کې یو لوبغاړی په ډېري سختۍ سره ځان پېژندلای شي، خو په یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې یو لوبغاړی حتمن په دې پوهیږي، چي څه ډول کار کوي.
د افغانستان مخکینۍ ټیسټ لوبې
افغان لوبډلې تراوسه پوري څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې د زیمبابې په وړاندې یې ننۍ لوبه پنځمه ده.
تر دې وړاندې افغانستان په ټیسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره مخ شوی.
افغان لوبډلې په یادو څلورو ټیسټ لوبو کې له هند او ویسټ انډیز څخه ماته خوړلې، خو ایرلنډ او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې.