ليکنه: اصيل خان احمدزی
دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب او دوام په موخه جوړه شوې ده او یو شمیر عقده یي ځوانان یې هم د دغې طرحې سندره په رسنیو کې زمزمه کوي. تر ډېره بحثونه د موقت او جمهوریت په کلیمو کیږي چې ځینې یې یوه خوا او ځینې یې بله خوا بر حقه او د ستونزو د حل لاره بولي.
جمهوریت په لنډو کې اکثریت ته وایي او مانا یې داده چې د هیواد مشري او واک باید هغه چاته وسپارل سي چې اکثره خلک پرې توافق ولري او په اسلام کې هم په څو څو ځایونو کې داسې مثالونه راغلي دي چې محمد رسول الله ص به په ډېرو مواردو کې د خلکو نظر ته احترام لاره او کله به چې اکثرو خلکو په یوې موضوع توافق وکړ نو ده مبارک به هم یاده خبره ورسره تآییدوله.
که خبره د ملامتیا شي بیا جمهوریت ندی ملامت بلکه اشخاص ملامت دي چې د اشخاصو د اصلاح او تغیر لپاره په دې نظام کې د ټاکنې ترسره کيږي او هر څوک حق لري چې له ولسمشرۍ تر د ولسوالۍ شورا پورې ځآن له دې لارې وټاکي او خپلې برنامې خلکو ته وړاندې کړي.
راځو دیته چې جمهوریت څه کړي دي؟ او ملامت او سلامت څوک دي؟
افغانستان په ۲۰۰۱ز کال کې د یوې کنډوالې شکل درلود او هر څه بې روحه پراته وو، د تیرو شلو کالونو په درشل کې افغان ملت د حرکت لپاره یوه ژوره ساه واخیسته، هر کلي کې یو ښوونځی، کلینیک او سړک جوړ شول، ښارونو کې خدمات پیل شول، پروژې راغلې او کوڅه په کوڅه پکې د جمهوري نظام د ګټې او عام المنفعه کارونو څرک تر سترګو شو،همداسې له ښوونځیو ځوانان تر داخلي او بهرنیو پوهنتونونو ورسیدل او اوس اوس دادی زرګونه ځوانان د ماسترۍ او دوکتورا درجې لرونکي دي.
د ولسمشر کرزي تر دورې وروسته د ولسمشر غني په کاري دوره کې په ستراتیژیکو پلانونو او اوږدمهاله پروژو کار پیل شو چې دادی تازه د کمال خان، شورابک، سلما، شاه او عروس او لسګونه نورو وړو او لویو بندونو کارونه هم په بشپړېدو دي او له پای ته رسیدو سره به یې د افغانستان یو لوی خوب په حقیقت بدل سي.
ددې تر څنګ په ښارونو کې د ډېرو اداري دفترونو لپاره ګڼې ودانۍ جوړې شوې، د پخوانیو ښوونځيو شتون سربېره ولسمشر غني د ۶ زره نويو ښوونځيو د جوړېدو اعلان وکړ او دادی نن سبا یې تاسو ګورئ چې اکثره یې بشپړ شوي دي او ګټې اخیستنې ته سپارل سوي دي.
د ښوونځيو جوړیدو ترڅنګ په تېرو څو کلونو کې ملي فکر او حب الوطنۍ ته خورا اغیزمن کار وشو، ملي بیرغ ورځ ونومول شوه او هر کال نمانځل کېږي، په لومړي ځل د شاه غازي امان الله خان کړنې وستایل شوې او د دارالآمان ماڼۍ ورغول سوه، د هیواد د خپلواکۍ ورځې په بیلابیلو ډولونو ونمانځل سوې او ورسره تر څنګ یې پخواني تاریخي ځایونه له سره ورغول سول، د لوړو زده کړو ګڼ دولتي پوهنتونونه پرانیستل شول او تاسې شاهدان یئ چې یو لرې ولایت لکه پکتیکا، جوزجان او … هم د دولتي پوهنتونونو خاوندان دي.
د ولسي تړون پروګرام د هیواد په هر کلي او بانډې کې پلی شو او له دې لارې د زرګونو شورا ګانو په وسیله زیاتې ویالې او سربندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل سول،همدا اوس د هیواد په هره ولسوالۍ کې د لویو جوماتونو د جوړېدو کارونه روان دي او د فقر د ختمېدو لپاره سږ کال د وچې ډودۍ برنامه په ښه شکل پای ته ورسیده او دادی تازه د ملي دسترخوان تر نوم لاندې د میلیونونو ډالرو په ارزښت هر کور او کوټې ته د خوراکي موادو د ویش لړۍ پيل سوې ده.
خو د دومره لاسته راوړنو او پروګرامونو پلي کیدو سره سره هم ځینې ځوانان د موقت حکومت د راتګ خبرې کوي او فیسبوکونو کې د دغې تخریبي طرحې د تطبیق سندرې وايي چې خدای مکړه د داسې حکومت په راتګ سره پورته یادې سوې ټولې لاسته راوړنې له صفر سره ضرب کیږي او هیواد د تیر په څېر له یوه بد او خطرناک حالت سره مخ کيږي.
راځئ د اشخاصو د بد چلند او فساد په اړه د هغوی د اصلاح په اړه فکر وکړو او سیستم پریږدو تر څو مو هیواد همداسې د پرمختګ پوړونو ورسیږي او صبر او زغم نه کار واخلو چې بیا لکه د تېر په څېر ګاونډيو هیوادونو ته محتاج نشو او مهاجره چیرته به ځې له پیغوره ځآن خلاص کړو.