د راشدخان درملنه دوام لري؛ په اړه یې وروستۍ پریکړه د یکشنبې په ورځ کیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

افغان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې وايي، ښايي راشد خان د ښي لاس ګوتې د ټپي کېدو له امله د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ملي لوبډلې د يوولس کسيز نوملړ برخه ونه اوسي.

 

راشدخان د پاکستان سوپر لیګ (PSL) لوبو پر مهال چې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه یې دوهمه لوبه ترسره کوله؛ د ښي لاس ګوته ټپي شوه.

 

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې راشد خان اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د روغتیا پالانو تر درملنې لاندې دی.

 

خبرپاڼه وایي، په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هغه د لوبېدو او یا نه لوبېدو په اړه وروستۍ پرېکړه به د نوموړي روغتیایي حالت ته په کتو د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۸مه نیټه (راتلونکې یکشنبه) ترسره شي.

 

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه نېټه د زیمبابې پر وړاندې دوې ټیسټ سیالۍ ترسره کړې.

 

افغان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې دې سیالیو ته د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ خپله ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

اعلان شوې افغان لوبډله

 

اصغر افغان، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه، هشمت شهیدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، عبدالمالک، منیر احمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهیر شاه، راشدخان، حمزه هوتک، فضل حق فاروقي، سید شېرزاد، سلیم صافی، وفادار مومند، ضیاء الرحمن اکبر او یمین احمدزی.

 

د افغانستان پر وړاندې د زیمبابې اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله

 

د زیمبابې کرکټ بورډ بیا یادو ټیسټ لوبو ته د سین ویلمسن په مشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

سین ویلمسن، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرینس ماسوري، برینډم ماتوا، تاریسا مسکندا، ریچموند موتمبامي، بلیسینګ مزریباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونالډ ټریپانو.

 

تر ټیسټ لوبو وروسته د افغانستان او زیمبابې شل اوریزه لوبې

 

افغانستان به له هغه وروسته د زیمبابې سره درې شل اوریزه لوبې هم ترسره کړې.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۷مه، دومه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۹مه او درېیمه شل اوریزه لوبه بیا د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.

 

د افغانستان مخکینۍ ټیسټ لوبې

 

افغان لوبډلې تراوسه پوري څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې د زیمبابې په وړاندې یې راتلونکې لوبې پنځمه او شپږمه ده.

 

تر دې وړاندې افغانستان په ټیسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره مخ شوی.

 

افغان لوبډلې په یادو څلورو ټیسټ لوبو کې له هند او ویسټ انډیز څخه ماته خوړلې، خو ایرلنډ او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.