ژباړه: نوید صهیب
زه نشم کولای په هغه چا پوه شم یا هغوی وپېژنم، چې د خپلو مخونو پر ځای په نورو مخونو څرګندیږي او هغه څه وایي چې په زړونو کې یې شتون نه لري. نورو ته ګل ورکوي خو تر شا یې اغزی وي. الله جل جلاله دې هغو ښکاره او ثابتو خلکو ته خیر ورکړي چې سترګې یې په رښتینولۍ او تقدس/سپېڅلتیا خبرې کوي، عملونه او خبرې یې سره همغږي وي. هغوی چې رنګارنګ دریځ نه لري، مذبذب نه وي، د وخت له بادونو او طوفانونو سره د هغې په مسیر هره خوا نه ځغلي. د داسې ګناهونو له راټولولو باید خامخا لوړ او خلاص واوسو هغه چې سرچینه یې د خلکو څارل، په هغوی پسې خبرې کول او یا یې په رازونو د پوهېدلو لپاره غوږ نیول وي. که په اورېدلو او لیدلو یې مجبور کړای شو، اړینه ده چې خپلې سترګې پټې او په غوږونو لاس کېږدو.
د ژوند تر ټولو ښه ډالۍ دا ده چې له ښېګڼې او ښکلا د ډکو او سپېڅلیو زړونو د درک او پېژندنې پوهه سړي ته ورکړل شي، هفه زړونه چې په هغې کې پاکي، صداقت، مینه او روڼتیا شتون ولري. په اعمالو کې یې د بدلې له طمعې پرته بښنه لمس کېږي؛ همدا د نړۍ خندانه مسکی مخ، خوښي او زیری دی. او همدا مو په ژوند کې د اسمان د رب تعالی له ډیرو قیمتي ډالیو څخه دي. که تا چېرته نورو ته د زړه روغتیا ور ډالۍ کړې، بېشکه ډیر لوی خیر به د ورته ډالۍ کړی وي. دا ژوند په ډېره اسانه، ارامتیا او سلامتۍ سره تیرېږي، داسې وزن او بوج په اوږو مه وړئ، چې وړل یې بې ګټې وي، بدبینه او کینه کښ مه اوسه، په سینه کې دې ترینګلتیاوو او ګورمونو ته ځای مه ورکوه. له داسې مناسبې اروا سره ژوند وکړه چې له خپل رب، شاوخوا چاپېریال او نړۍ سره جوړجاړی ولري!، دا هغه ښایسته څه دي چې ته یې کولای شې د خپل ځان لپاره یې ډالۍ کړې.