تر ټولو حیرانوونکې خبره خو دا ده چې که انساني ټولنه جوړه شي یا نه، شیطاني او د ځناورو ټولنه جوړیږي او کله چې څوک واوري هغه یا دا ډېره ښه ټولنه ده لامل یې دا وي چې په هغه ټولنه کې د ښو او نېکو خلکو شمېر لوړ وي او دا خو شونې نه ده چې له اسمانه دې ملایکې راشي او د ښو خلکو ټولنه دې ترې جوړه شي.
بیا یې هم مانا او مفهوم هماغه دی چې په یوه ټولنه کې چې څومره ښه خلک ډېر وي په هماغه انډول هغه ټولنه نورو ټولنو ته د ښه انسانیت ټولنه برېښي.
د ښوونې او روزنې اخیستو موخه هم دا ده چې له مخې یې له خلکو ښه خلک او ښه ټولنه جوړیږي، داسې ټولنه چې په هغې کې دردونه شریک وي، غم و ښادۍ سره ګډې وي، وژنې نه وي، ظلم نه وي او خپلو کې پرته له شخړو ژوند تېروي؛ خو بیا هم په داسې حالاتو کې ښه او بد خلک په ټولنه کې سر راپورته کوي او دا ځکه چې انسان د ځمکې پر مخ تر هر څه ښه او تر هر څه شریف حیوان دی؛ خو که په بله واوړي بیا تر ټولو داړونکی ځناور ګڼل شوی.
په همدې انسانانو کې داسې انسانان تېر شوي چې هغوی د نورو انسانانو په وینو د خپل ژوندانه لارې لنډې کړي،دا د پخوانۍ زمانې بېلګه ده؛ خو ریښې یې د نننۍ زمانې تر انسانانو هم راغځیدلې دي ځکه همدا اوس په نړۍ او سیمه کې داسې انسانان ژوند کوي چې هغوی خپل ژوند د نورو انسانانو په ځورولو او وژلو کې ګوري.
اوس ساینس د لومړي ځل لپاره په دې اړه هڅه پیل کړې چې ولې په یوه ټولنه کې ښه او بد انسانان راټوکیږي؟
اخلاق او یو بل سره د اړیکو ساتل د انسان په خټه کې اغږل شوي؛ خو بل پلو وژنې او خوابدۍ هم د انساني نسل لویه برخه ګرځېدلې، په دې اړه ساینس په ګوته کړې چې دا دواړه برخې په هغه وخت کې د انسان د ژوند دوه اړخه ګرځي کله چې منځته راځي البته مذهبي پوهان بیا په دې نظر دي چې الله پاک ټول انسانان د لومړي ځل لپاره نېک او غوره پیدا کړل بیا یې دواړه ( لوړې او ژورې) لارې وروښودې او انسان ته یې دا اختیار ورکړ چې که وغواړي په هره لاره تلای شي؛ نو له دې معلومه شوه چې د انسان ښه او بد شکل د هغه په لاس کې جوړیږي.
انسان د ضدونو ټولګه ده او همدا یې لوی لیونتوب په نښه شوی، په انسان کې په یوه وخت یادې شوې دواړه خواوې مونده کېږي، چې دلته ترې موخه هماغه پورته یادې شوې خواوې ( ښې او بدې) دي.
په ځینو وختونو کې په یوه انسان کې دا دواړه خواوې فطري موجودې وي، انسان د ځمکې پر سر هغه مخلوق دی چې پکې دا صلاحیت شته چې که وغواړي ډېر مهربانه او یو د بل درد دوا او درمل کیدلای شي او همدا انسانان که وغواړي داسې ژوند هم کولای شي چې یو له بله د وجود غړي هم درېغ نه کړي.
خو بل پلو همدا انسان لکه مخکې چې یاده شوه یو بل وژني او د یو بل مېنې ړنګوي، په دې نږدې تېرو کلونو کې انسان یو د بل لپاره ډېر ګټور کارونه ترسره کړل او بیا که همدې تېرو کلونو ته مخ ستون کړو؛ نو دا به ترې په ډاګه شي چې تر نن ورځې پورې همدې انسان په لویه پیمانه وینې وبهولې او لا هم د دې وینو سیلابونه په مستۍ روان دي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېر خوار هېوادونه شته چې نورو پرمختللیو هېوادونو پکې په ډول ډول لارو او اسبابو د انسان وژنې لړۍ روانه ساتلې.
دا ظلمونه هم د ځمکې پر مخ همدې انسان روا کړي دي چې دې پایلې ته پرې رسیږو چې انسان د ځمکې پر سر تر ډېرو نورو زیات وینه څښونکی مخلوق دی او همدا د انسان د ضد او کرکې پایله ده.
ساینسپوهان چې د انساني کړنو د پوهاوي په اړه څومره ژور روان دي؛هومره ورته دا په ډاګه شوې چې انسان د ځمکې په مخ یوازینی مخلوق دی چې د ژبې په کارولو پوهیږي؛ خو بیا ورته په بېلو بېلو برخو کې روزنه ورکړل شوه او انسان داسې فکر وکړ چې د نورو اسبابو د کارولو واحد مخلوق هم انسان دی چې د ونو ښاخونه او پاڼې په ګټه راولي.
دا چې انسان د ونې له ښاخونو غشي جوړوي او که امسا، دا هغه څه دي چې انسان پکې خپلواک دی او که ووایو همدا ځای دی چې ښه او بد انسان پکې یو له بله بیلیږي.
اوس پوښتنه دا ده چې هغه کومې کړنې دي چې انسان پرې له نورو مخلوقاتو رابیلیږي، د دې په ځواب کې به دا پرځای خبره وي چې هغه د انسان د ورځې ـ ورځې پرمختګ دی یانې هغه بنیادي شعور دی چې انسان یې پر مټ د ښو او بدو، لوړو او ژورو توپیر کوي، همدا شعور انسان ویښوي، کنه د ځان ساتنې لپاره خو ژوي هم هڅه کوي چې ځانونه له ورپېښو ګواښونو وساتي؛ خو انسان باید د ځان ساتلو پر وخت د نورو ډېرو ژوندیو مخلوقاتو په اړه فکر وکړي او همدا ټکی دی چې انسان یې له نورو مخلوقاتو رابېل کړی دی.
د روحیاتو یوه نامتو عالم مایکل شلمین په دې اړه چې په ټولنیزې دایرې یانې ماحول او پرمختګ کې څه توپیر دی یو کتاب لیکلی، د هغه په خبره ځینې ازمایښتکار په دې اند دي چې په ماشومانو کې دا شعور وي او هغوی یې له مخې په ښو او بدو پوهیږي؛ مګر په دې خبره نه پوره کیږي ځکه یو ماشوم بل ماشوم وهي او په دې کې ورته کوم بد احساس هم مخې ته نه دریږي او هغه دا عمل تر هغې ترسره کوي چې پکې ونیول شي او وګواښل شي.
پورته خبره د هغو کسانو په اړه هم رښتینې ده څوک چې غلا کوي او یا هم خلکو ته زیان اړوي، د دې مطلب دا دی چې په وجداني لحاظ چې کوم اصول موږ سم ګڼو اړینه نه ده چې د هغې پابند اوسو، تر ډېره په لوړو او غټو خلکو کې دا عادتونه او خویونه یو ډول وي؛ خو اخلاق او کړنې سره توپیر کوي.
دا چې د ښه والي فطري فکر له کومه راځ؟ او انسان د ښه والي په دې فکرونو په خپل سري ډول د خوښۍ وړ عمل ولې نه کوي؟
دا هغه پوښتنې دي چې ساینس ورته سملاسي ځواب نه شي ویلای مګر هڅه کوي او هغه څه یې چې د انسانانو د دماغو له کتنې ترلاسه کړي او بیا یې د ژویو په دماغو کومې څېړنې کړي؛ نو ډېر څه ترلاسه شوي دي؛ خو ساینسپوهانو چې د روانو هڅو په لړ کې د غرنیو ( قبایلي) سیمو په خلکو کومې څېړنې ترسره کړي، د هغو له مخې ورته اوس لاره ښه رڼه شوې ده، د اوس لپاره دا څیړنې له موږ سره دا مرسته کولی شي چې له ژویو نه مو یوې خواته کړي.
په هرحال! د ښه توب احساس تر ټولو ژور بنسټ دی دا احساس په دې مانا چې که کومه کړنه ماته ښه نه برېښي هغه به نورو ته هم د کرکې وړ وي، البته په ژویو کې دا ډول کړنې په لوړه کچه نه مونده کیږي؛ خو په دې برخه کې له ساینسه ډېر وړاندې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خلکو ته سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغه څه د نورو لپاره خوښ کړئ څه چې تاسې د ځانونو لپاره غوره ګڼئ!!
په ژویو کې د درد او یو بل سره د همدردۍ احساس په ښکاره توګه نه ترسترګو کیږي مګر په انسانانو کې دا ډول کړنې په ثبوت رسېدلي دي.
انسان یو د بل د درد احساس لري دا هر څه په انسان کې په فطري ډول شته؛ خو د دې لپاره داسې ټولنه پکار ده چې له مخې یې په هر انسان کې د خواخوږۍ روحیه پیاوړې شي.
اوس ساینسپوهان په دې یوه خوله شوي چې د انسان دماغ څلور برخې لري، یوه یې د (Anterior Cingulated Cortex) په نوم ده دا د دماغو هغه برخه ده چې سختې پریکړې کوي؛ نو په دې برخه کې د ګډوډیو امکانات ډیریږي او په دې خاطر چې کنترول راشي د دماغو یوې بلې برخې ته تار غځیږي او هغه برخه (Dorsolateral Prefrontal Cortex) نومیږي د دې برخې کار له جزیاتو سره وي او دا هغه برخه ده چې د فینیاګیج په دماغو کې له منځه تللې وه او د هغه شخصیت یې بدل کړی و ـ درېیمه برخه (Amygdale) نومیږي دا برخه هغه وخت ډېره فعاله وي کله چې انسان د ځان لپاره د کار په غور کولو کې فکر کوي او انسان د دماغو د همدې برخې پر مټ د ځان لپاره داسې کار یا مسلک ټاکي چې هغه یې له ځان پرته د نورو ډېرو خلکو په ګټه وي.