ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان او افغانستان ترمنځ لومړۍ ټيسټ لوبه به د روان کال د جون مياشتي په ۱۴ نېټه د هندوستان په بنګلور کې ترسره شي.
دې لوبې ته د ډېره وخته له افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو مينوال انتظار باسي.
د افغانستان کرکټ په تاريخ کي به دا لومړنۍ ټيسټ لوبه وې او ترټولو جالب اړخ يې دا دی چې د ټيسټ کرکټ د لومړي مقام سره خپله لومړنۍ لوبه ترسره کوي.
هندوستان ډېري زياتي ټيسټ لوبې ترسره کړي او په خپل دغه کرکټ کې ډېر بريالی دی، خو افغانستان هم د توپوهني تر څنګ داسې توپ اچوونه لري چې شايد د وړاندې به لا هندوستانۍ لوبډله ورته وارخطا وي او ورته به پلانونه جوړوي.
افغانستان په ۲۰۰۱ز کال کې د يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو وياړ ترلاسه کړ او په لومړي ځل په ۲۰۱۵ز کال يو ورځني نړيوال جام کي ولوبېدل چې هلته يې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه او نوري لوبډلي يې هم د سوالونو سره مخ کړلې.
په تېر ۲۰۱۷ز کال کې د کرکټ نړيوالي شورا افغانستان او ايرلينډ دواړو ته پوره غړيتوب، او د ټيسټ لوبو حق يې ورکړ.
افغانستان د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته په داسې حال کې لار پيدا کړل چې د ۲۰۱۸ز کال د غوراوي سياليو جام يې هم وګټي.
ويرات کوهلي شايد د افغانستان سره په ټيسټ لوبه کې ونه لوبېږي.
د هندوستان د غورواي کمېټه به د می پر ۸ نېټه د افغانستان لپاره لوبډله اعلان کړي، خو دا احتمال هم شته چې ويرات کوهلي دې انګلينډ ته ولاړ نشي.
که څه هم افغانستان کرکټ لوبډله په ټيسټ کې تجربه نلري خو د محمدنبي، راشد خان، مجيب الرحمن، رحمت شاه او نورو لوبغاړو په شتون کې به يوه ښه لوبه نندارې ته وړاندي کړي.
شايد هندوستان د ټيسټ لوبو لپاره د افغانستان په وړاندي دغه ۱۵ کسيزه لوبډله وټاکي.
اجينکارهاني (لوبډلمشر) شيکرداون، رويچندرن اشوين، هارديک پانډيا، اومېش ياداو، محمدشمې، بونېشورکومار، کي ال راهول، رويندرا جديجا، جسپريټ بومرا، کولديپ ياداو، روهيت شرما، وريديمن ساحا، مورالي ويجی او چتيشور پوجارا.