حکیم صیب، میرمن مې وایي نارینه کمزوري لرې،هیڅ نارینه ځانګړنه نه لرې،دې خبرې یې حیران دریان کړی یم چې میرمن درته ووایي د مردانه کمزورۍ ښکار یې، ځان سره مې یووړه،له اړینو معایناتو چې فارغ شوم ویل دا خو هر څه سم دي بیخي صحت مند او تندرست سړی دی، هیڅ مردانه کمزوري نه لري ـ لا چې دوه بچي هم لري.
خیر د دې ۱۵ ورځو دوا خوړو وروسته د بیا راتلو مې ورته وویل.
۱۵ ورځې وروسته بیا راغی، له ذهني حالت یې ښکارېده چې بیخي زیات پرېشان دی، معلومه شوه لا یې هم د مېرمن شکایت پرځای دی ـ حکیم صیب یو څه وکه، یو څه وکه حکیم صیب، ګنې زه به بې وخته مړ شم.
بل پلو زه په زړه کې حیران وم چې میرمن یې پخپل صحت مند خاوند ولې ذهني تشدد کوي،ورته مې وویل چې بل ماښام ته خپله میرمن هم له ځان سره راوله، بله ورځ دواړه راغلل مخته مې کیناستل، ښه خورې، له خپل خاوند څه شکایت لرې.
پرته له ځنډ یې راغبرګه کړه ویل: حکیم صیب مردانه کمزوري لري، نارینه خو داسې نه وي.
زه یې په دې بې باکۍ حیران لاړم، خاوند یې یو شکایت ډوله نظر پرې وګرځاوه او بیا یې ماته په مرسته غوښتونکي نظر راوکتل.
زه لږ وځورېدم چې څنګه ښځه ده بیخي شرم و حیاء نه لري،خیر ما هم د شرم و حیاء غوښتنه یوې خوا کړه او ګړندۍ ـ ګړندۍ مې وپوښته: له خپل خاوند څه ستونزه لرې،ویل: دوه ماشومان مو دي،د صحت له مخې بیخي رک روغ دی.
نو په مردانه توګه څنګه کمزوری شو؟
حکیم صیب! پلار مې په کلي کې اوسي دهقاني کوي موږ دوه خوېندې یوو،موږ ته یې له شهزادګۍ بل نوم نه دی اخیستی او خاوند مې سپۍ او خره بلي،دا څه ډول مردانه صفت دی ـ حکیم صیب که کومه تېروتنه رانه وشي،سم له واره مې ټوله کورنۍ بربنډه کنځي، دې کې زه څه ګناه لرم، دا خو هیڅ نارینه صفت نه شو، چې کورودانو ته کنځا وشي.
زیاته یې کړه حکیم صیب؛ زما بابا ماته څومره خوږ نوم اخلي او دا راته مکاره،کنجره وایي( نر خو هغه وي چې د کنجرې هم دومره عزت وکړي او خیال وساتي چې کنجره پاتې نه شي،) او دی خپله ښځه په بد نوم بلي، دا خو نارینتوب نه شو کنه!
حکیم صیب اوس ته ووایه! ایا دا اوس په نارینه توګه کمزوری نه دی؟
زما سر له شرمه ټیټ شوی و، خاوند یې په برګو قهرېدلو سترګو ورګوري؛ خو داسې به دې ویلي وو کنه، په ما دې ذهني قیامت راوستنې څه اړتیا وه؟
دواړه خپلو کې په غوسه ووتل.
زه تر ډېره پورې سوچ اخیستی وم، بهر چې ووتم شاګرد مې وایي، د ۱۵ ورځو نوره دوا یې ورته جوړه کړې وه چې وریې کړي،خو ښځه یې سخته تونده وه دوا یې زما په مخ راوویشته، هغې ویل خپله یې وخورئ او خپل دې نامرد غل حکیم ته یې ورکړئ…
زما د خولې کنځا چې نورې درېدلې وې،فکر راغی لکه چې زه هم د مردانه کمزورۍ ښکار یم !!