ژباړه: عایشه حیدري
د فوټبال خبري بنسټ د راپور په حواله د يوونتوس پرتګالی ستوری، کریستیانو رونالډو د سر شاته د وېښتانو په درلودو نامتو دی. رونالډو تل خپل وېښتان په بېلابېلو سټایلونو جوړوي.
په حقیقت کې نوموړی خپلو وېښتانو ته بېلابېل سټایلونه ورکوي. په وروستي یوه کال کې، دغه مسله تر هر وخته ډېره لیدل شوې ده او د پرتګال تر ټولو غوره لوبغاړي په يوه کال کې خپلو وېښتانو ته شپږ ډوله سټایلونه ورکړي دي.
د فوټبال راپور پر بنسټ، کریستیانو رونالډو خپلو وېښتانو او د خپلو وېښتانو سټایلونو ته ډېر ارزښت ورکوي، ان تر دې چې د خپل سر د پوستکي او د وېښتانو د ساتنې او کښت لپاره یو تخصصي کلینیک لري.
کریستیانو رونالډو تېر کال د خپل سر ټول وېښتان واخیستل او خپل سره یې کل کړ. په حقيقت کې کله چې کریستیانو رونالډو د کورونا پر ناروغۍ اخته شوی او کرنټین شوی و او هغه د کور په یوې جلا برخه کې ځان کرنټین کړی و، د خپل سر وېښتان یې هم وخرېیل.
کریستیانو رونالډو د یوه کال په اوږدو کې خپلو وېښتانو ته شپږ بېلابېل سټایلونه ورکړل چې کله به یې خپل وېښتان اوږده پرېښودل او کله به یې لنډ کړل ان تر دې چې یو ځل یې وخرېیل او په بېلابېلو ظاهري څېرو ولیدل شو.
هغه خپل انځورونه د وېښتانو په بېلابېلو سټایلونو کې خپاره کړي دي او کله چې څوک دغه انځورونه څنګ پر څنګ کېږدي او له یو بل سره یې پرتله کړي، ډېر جالبه به ورته وبرېښي.