د ملګرو ملتونو یوې ډلې ددغه سازمان د امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې ویلي، چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګریزو فعالیتونو اغېزمن هېواد دی.
راپور کې راغلي، سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او ددغه هېواد وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.
د ملګرو ملتونو دغه ډله کارپوهانو زیاته کړې، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او دغه شبکه یې په ډېری عملیاتو کې لارښوونه او مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو په وینا چې د سولې له هوکړې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې لا کړکېچن شوی او ستونزې ډېرې شوې دي.
راپور وړاندې لیکي، چې د تېر کال له فبرورۍ وروسته تر دې دمه ۶۰۰ ملکي افغانان او ۲۵۰۰ افغان امنیتي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي دي.
یاد کاروپوهان له امنیت شورا د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او په افغانستان کې وضعیت اندېښمنوونکی بولي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا د طالبانو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو په اړه د شویو ژمنو په ماتولو سره وښوده چې د باور وړ نه دي.
سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی او نوې لا دا چې دغې ډلې په دې وروستیو کې د ډاکترانو، قاضیانو او خبریالانو په وژلو هم صرفه نه ده کړې.
هغه څرګنده کړې چې دوی به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره غونډه ولري او په خبره یې، دی هیله لري چې غړي هېوادونه د افغانستان په اړه سمه پرېکړه وکړي.
سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې دغه راز ویلي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسي په افغانستان کې جګړه روانه ده چې ټول اړخونه یې ستړي کړي دي.
هغه ټینګار کړی دی چې د ناټو هیڅ غړی په افغانستان کې تر ابده پاتې کېده نه غواړي خو طالبان باید په خپلې ژمنتیا سره د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.