طالبان ناټو ته: خپله ژمنه پوره کړئ او له افغانستان ووځئ

سپینه تجريدي ډیزاین

طالبانو د ناټو غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

داسې مهال چې راتلونکې اونۍ د ناټو ددفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي، طالبان وایي چې باید د دوحې له هوکړې سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د هېچا په ګټه نه دی او یوازې جګړې به اوږدې کړي.

طالبانو زیاته کړې چې امریکا یې نه تر دې دمه د هوکړې مطابق زندانیان خوشي کړي دي او نه یې هم د مشرانو نومونه له تور لېست ایستلي دي.

دوی همدا راز ویلي چې افغان حکومت پر طالبانو بریدونه هم ډېر کړي دي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یو ځل بیا ویلي چې طالبانو په سیاست کې ماتې خوړلې ده او اوس مهال یوې پراخې جګړې ته د چمتوالي په حال کې دي.

محب زیاته کړې چې د افغان دولت لومړیتوب سوله او په هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي خو طالبان سولې ته هیڅ ژمنتیا نه لري او په بېلو پلمو د خبرو مېز پرېږدي، خپلې نامشروع جګړې ته دوام ورکوي او په همدې توګه غواړي ځان د زور له لارې واک ته واک ته ورسوي چې د ده په وینا دا په هیڅ صورت امکان نه لري.

د نوموړي په خبره، افغان دولت سولې او جګړې دواړو ته پوره چمتوالي لري او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د ناټو ځواکونو یو تن پخواني امریکایي قومندان جنرال جیمس سټارویډس ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ساتل د امریکا له امنیت سره پام وړ مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو برخه کې له خپلو متحدینو ځانګړې توګه د ناټو له رهبرۍ سره مشوره وکړي او د هغو په خوښه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو حضور تنظیم کړي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا باید تېر ته په کتو داسې پرېکړه ونه کړي چې بیا بېرته راتګ ته مجبوره شي. هغه زیاته کړې، امریکا ته په کار ده چې شرایطو ته په کتو او د دې تضمین په ترلاسه کولو سره خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي چې دا هېواد به بېرته د ترهګرو پر خوندي ځاله او نړۍ ته په یو سرخوږي نه بدلېږي.

دې لوړپوړي پخواني جنرال ټینګار کړی دی چې که چېرته امریکا د سپټمبر میاشتې د یوولسمې تکرار نه غواړي نو تر یو مناسب فرصت پورې دې خپل سرتېري افغانستان کې وساتي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي