د بالیوډ ستوري او د هندي سینما سلطان سلمان خان ته ټلویزیونې پروګرامونه خوند ورکړی او د کامیاب بیګ باس(Big Boss) ټلویزونې پروګرام وروسته دا دی دا ځل بل ټلویزوني پروګرام پيلوي.
دا پروګرام به ډېر په زړه پورې وي له ډېرو خلکو پوښتل شوي پوښتنې چې وړاندې به ترې د سروې په ډول شوي وي په دغه پروګرام کې د یوه مشهور شخص څخه پوښتل کیږي.
خو کله چې پوښتنې ورته په سم ډول ځواب کړي، نو په دغه پروګرام کې نغدې جاېزې هم ورکول کیږي.
سلمان خان مخکې تر دې بل ټلویزیونې پروګرام بیګ باس(Big Boos) هم مخته وړو.
بیګ باس شو یوولسم پړاوو چې خپله سلمان خان یې کوربه توب کاوه، څه موده وړاندې پای ته ورسېد.
دغه پروګرام زیات مینوال لرل او هرې خپرونې ته به یې مینوال د لیدلو لپاره بې صبرانه د انتظار شېبې شمېرلې.
خو دا ځل سلمان خان یوه بله په زړه پورې شؤ پیلوي، چې اوس اوس یې په ټلویزیون د مینوالو د راجلبولو لپاره پرومو هم خپريږي.
دغه نوې شو دس کام دم(۱۰ کا دم) نومیږي.
په دغه ټلویزیونې پروګرام کې به د هندې سینما دبنګ خان کوربه وي او پکې به له هندوستان څخه به مشهور اشخاص مېلمانه کوي.
په دغه شؤ کې به د ټوکو ټکالو او ګپ شپ سربېره له مېلمنو څخه پوښتنې کیږي، خو پوښتنې به ټولې علمي پوښتنې نه وي بلکې له وړاندې هغه پوښتنې چې د نورو خلکو د سروې په شکل شوي په دغه پروګرام کې پوښتل کېږي.
سلمان خان په خپل ټوئټر اکونټ کې د دغه مشهورې شؤ په تړاوو خپل مینوالو ته زیری ورکړی او یوه ويډیو يې چې د دغه ټلویزیوني پروګرام یوه برخه ده پورته کړې.
ویډیو؛
Catch me soon on @sonyTv with #DusKaDum . pic.twitter.com/hbCG5okWke
— Salman Khan (@BeingSalmanKhan) April 30, 2018
سلمان خان په داسې حال کې په دې ویډیو کې ښکاري چې د یوې نجلۍ سره ولاړ دی، ټوکي ټکالې کوي او وروسته ورنه یوه پوښتنه هم کوي.
په دغه لنډه ویډیو کې سلمان خان له نجلۍ پوښتني، په هندوستان کې څومره هلکان د نجونو د حیرانولو او جلبولو لپاره په انګلیسي خبرې کوي؟
نجلۍ سلمان خان ته ځواب وایي، دی ځواب صحیح نیسي او سمدستي ورته د پیسو د بانک چیک ورکوي.
هندي رسنۍ وایي، د خان دغه ټلویزیونې پروګرام(دس کا دم) به د سونی انټرنینمنټ څخه خپرېږي او د خپرونې محتوا داسې برابره شوې چې د هندوستان د مشهورو کسانو سربېره به پکې عام خلک هم ونډه اخیستلی شي.
د سلمان خان په دغه پروګرام به کې به له وړاندې د سروې په شکل پوښتل شوې پوښتنې به له مېلمنو کیږي او که چا درې پوښتنو ته ځواب ونشو ویلی، نو له خپرونې به وځې او مخه ښه به کوي.