د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ژوند ۲۸ جالب اړخونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اکټوبر به اومه نیټه ۶۵ کلن شو. پوتین چې زلمیتوب یې د پخواني شوروي په استخباراتي اداره ( کې جي بي ) کې د یو خورا وفادار مامور په توګه تیر کړی، په وروستیو شل کلونو کې یې د یو سیاستوال په توګه له شوروي وروسته په اقتصادي، نظامي او سیاسي لحاظ نړیدلې روسیه بیرته په پښو ودروله.
د پوتین د کورني او بهرني سیاست په اړه په روسیه او نوره نړۍ کې بیلابیل لیدلوري شته. یو شمیر یې دیکتاتور بولي، یو شمیر خلک یې هیواد میین روسی بولي، ځینې یې د نړۍ امنیت ته ګواښ او ځینې یې په نړۍ کې د ثبات او د واک د توازن برابرونکی بولي. په افغانستان کې هم د وسلوالو طالبانو سره د پوتین د وروستیو اړیکو اوازو د پوتین په اړه بیلا بیل نظرونه راپورته کړي.
په روسیه کې د هغه د پنځه شپیتمې کالیزې په مناسبت د پوتین یو شمیر مینه والو د هغه د کلیزې د لمانځلو غونډې جوړې کړې خو یو شمیر نور بیا ددې هیواد په ځینو ښارونو کې اعتراضونو ته راووتل او د نوموړې د پنځه شپیتمې کالیزې په مناسبت یې د پوتین د تقاعد کیدو غوښتنه وکړه.
راځئ د نړۍ ددې پیاوړې کس او د درې دورو لپاره د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ژوند څو په زړه پورې اړخونو ته تم شو.
1- پوتین د ۱۹۵۲ م کال د اکټوبر په ۷ نیټه زیږیدلې. نوموړی د روسیې په سینټ پیرزبورګ ښار چې پخوانی نوم یې لیننګراد و، د شریکو اپارتمانونو په یو بلاک کې د خپل مور پلار سره را لوی شو. لیننګراد د روسیې هغه ښار دی چې دویمې نړیوالې جګړې سخت زپلی و.

2- د پوتین مور او پلار تر پوتین مخکې د البیرت او ویکټور په نوم دوه زامن لرل، چې په ۱۹۳۰ مو کلونو کې زیږیدلي وو. البیرت په ماشومتوب کې مړ شوی او ویکټور هغه مهال چې دویمه نړیواله جګړه کې جرمني ځواکونو لیننګراد محاصره کړی و په دې ښار کې د محاصرې له کبله خپرو شویو ناروغیو واوژه.
3- د پوتین پلار د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د روسیې په سمندري ځواکونو کې افسر او په ۱۹۴۲ م کال کې جګړه کې سخت ټپي شو. د پوتین مور د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د یو فابریکې کارکونکې وه. همدارنګه د پوتین د مور له خوا انۍ ( نیا) په ۱۹۴۱ م کال کې جرمني نازي ځواکونو چې د روسیې یوه برخه یې اشغال کړې او لیننګراد یې محاصره کړی و ووژله او یو ماما یې د دویمې نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې تری تم شو.
4- پوتین په ۱۹۸۳ م کال کې د لیودمیلا پوتین سره واده وکړ. د ماریا او کترینا په نوم دوه لوڼې لري چې د امنیتي دلایلو له مخې په نورو نومونو ښوونځیو کې شاملې شوې. پوتین او میرمن یې د ۲۰۱۴ م کال په اپریل کې له یو بل د ۳۱ کاله شریک ژوند وروسته طلاق واخیست او سره جلا شول.

5- پوتین په ۱۹۶۰ م کال کې ښوونځي کې شامل شو او ۱۲ کلنۍ کې یې د سامبو او جودو ورزشونو تمرین پیل کړ نوموړی اوس په جودو کې تور کمربند لري او سامبو کې په ملي کچه استاد دی.
6- پوتین د سینت پیټرزبورګ دولتي پوهنتون کې قانون لوستی. په ۱۹۷۰ م کال کې له پوهنتون فارغ شو . نوموړې په همدې کال د کمونیست ګوند غړی شو او تر ۱۹۹۱ م کال پورې ددې ګوند غړی و.
7- په ۱۹۷۵ م کال کې د شوروي له استخباراتي ادارې کې جي بي سره یو ځای شو. په سینټ پیټرز بورګ کې یې د کې جي بي څخه ځانګړې روزنه تر لاسه کړه . نوموړې له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ م کال پورې په ختیځ جرمني د ډریسډن ښار کې د کې جي بي د ایجنټ په توګه د یو ژباړن په جامه کې کار وکړ. پوتین د برلین د دیوال د نړیدو پر مهال چې په ۱۹۸۹ نومبر کې یې په وړاندې اعتراضونه پيل شول، دغلته د کې جي بي ټول اسناد وسوزول څو د اعتراضچیانو ته په لاس ورنه شي. په ختیځ جرمني کې د کمونیستي حکومت له نړیدو وروسته پوتین بیرته خپل اصلي ښار سینټ پيټرز بورګ ته ستون شو. هلته ددې ښار په دولتي پوهنتون کې د یو مامور په بڼه د کې جي بي لپاره کار پيل کړ او په ۱۹۹۱ م کال کې یې د ډګروال پر رتبه له کې جي بي استعفا وکړه.
8- په ۱۹۹۹ م کال کې ویلادیمیر پوتین چې کلونه کلونه یې د شوروي د کمونیست ګوند او نظام لپاره خدمت کړی و ” کمونیزم یو ړوند متحد“ وباله چې دده په وینا دمدنیت له اصلي روح سره برابر نه و.
9- پوتین په ۱۹۹۱ م کال کې سیاست ته په خپل پلرني ښار سینټ پيټرزبورګ کې مخه کړه. نوموړی څو کاله د سینټ پیټرز بورګ د ښاروال د دفتر د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر په توګه کار وکړ او په ۱۹۹۶ م کال کې مسکو ته ولاړ او د روسیې د هغه وخت د ولسمشر بوریس یلتسن په اداره کې یې کار پیل کړ. نوموړې د یلسن په اداره کې ډير زر مخکې ولاړ او په ۱۹۹۹ م کال د ډيسمبر په ۳۱ مه نیټه د یلتسن له استعفا وروسته د روسیې سرپرست ولسمشر شو.
10- پوتین په روسیه کې د ۲۰۰۰ م کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د کمونیست ګوند کاندید ژيګانوف مات کړ او په سلو کې درې پنځوس رایې وګټلې. ورپسې په ۲۰۰۴ م کال کې دویم ځل یې بیا هم د ولسمشرۍ انتخابات وګټل او دا ځل یې په سلو کې ۷۳ رایې خپلې کړې. د ۲۰۰۸ م کال په انتخاباتو کې ولسمشر پوتین د پرلپسې دریمې دورې لپاره د روسیې د قانون له مخې نه شو کاندیدلی نو یې خپل ملګری او د روسیې صدراعظم ډیمیټري میډویډیف رامخې ته کړ، هغه د ۲۰۰۸ م کال د روسیې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل او پوتین یې صدراعظم شو. په ۲۰۱۱ م کال کې د روسیې د ولسمشرۍ دوره له څلورو شپږو کلونو ته اوږده شوه. پوتین په ۲۰۱۲ م کال کې بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تر ګډون وروسته دا انتخابات وګټل او دد دریمې دورې لپاره د روسیې ولسمشر شو چې تر ننه هم ولسمشر دی.
11- پوتین د ولسمشرۍ په درییمه دوره کې له روسیې بهر د روسیې د پخواني نفوذ پراخول پیل کړل، د اوکراین کریمیا یې له روسیې سره یوځای کړه، سوریې ته یې هوايي ځواکونه واستول، او په افغانستان کې یې د روسانو له پخوانۍ ماتې وروسته د لومړي ځل لپاره بیا د طالبانو سره د اړیکو په جوړولو فعال رول لوبولو ته مخه کړه.
 
12- پوتین جرمني ژبه په ښوونځي کې زده کړې او پر جرمني روانې خبرې کوي. پر انګلیسي که څه هم پوتین ډيرې خبرې نه کوي خو نیوز ویک مجلې ته یې ویلي چې تر یوه حده کولی شي په انګلیسي هم خپل نظر بیان کړي.
13- ټایم مشهورې مجلې ویلادیمیر پوتین په ۲۰۰۷ م کال کې د کال شخصیت ونوماوه او د فوربز مشهورې مجله یې د ۲۰۱۳ م کال راهېسې د څلورم پرلپسې کال لپاره ” د نړۍ تر ټولو پیاوړی سړی “ نوموي. د فوربز مجله د پوتین په اړه وايي:
” د پرلپسې څلورو کلونو لپاره د نړۍ پیاوړی سړي د روسیې ولسمشر دی چې د خپل هیواد اغیز یې نژدې د نړۍ هر ګوټ ته ورسوه. له خپل اصلي هیواد بهر تر سوریې او د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پوتین هر هغه څه چې غوښتي یې دي تر لاسه کړي یې دي. د نړیوالو قوانینو د جنجالي بڼې له کبله د پوتین لاس رسۍ په وروستیو کلونو کې پراخ شوی. په ۲۰۱۶ م کال کې روسي هاکرانو د امریکا د ډيموکراټ ګوند د مرکزي کمیټې ایملونه غلا او رسوا کړل چې په انتخاباتو کې د هیلري کلینټن د ناکامۍ او ډونالډ ټرمپ سره چې پرلپسې یې پوتین ستایلی د مرستې سبب شول“
14- د ۲۰۱۵ م کال اګست په ۱۸ مه نیټه پوتین په یو واړه اوبتل کې په کریمیا کې د اوبو تل ته کوز شو څو دغلته په لسمه میلادي پیړۍ کې د بیزانس د امپراتورۍ د یوې ډوبې شوې سوداګریزې بیړۍ پاتې شوني وګوري. کریمیا تر دې یو کال مخکې د اوکراین برخه وه . نوموړې په ۲۰۱۳ م کال کې د فینلینډ په خلیج کې هم په یو اوبتل کې د سمندر ژورو ته د یوې لرغونې جنګي بیړۍ د پاتې شونو د کتلو لپاره ښکته شوی و.

15- پوتین د جودو روزنه په ۱۹۶۴ م کال کې پیل کړې وه. نوموړی په ۲۰۰۱ م کال کې ددې رزمي ورزش پنځم تور کمربند وګاټه. پوتین په ۲۰۱۳ م کال کې د تکواندو تر ټولو لوړ نهم ډان تر لاسه کړ او کراتې کې یې په ۲۰۱۴ م کال کې اتم تور کمربند وګاټه. پوتین د جوډو د رزمې لوبې د تکتیکونو د ښودلو یوه سي ډي هم خپره کړې چې هدف یې روسانو ته ددې رزمې ورزښ ښودل دي.

16- پوتین په رزمي هنري ورزشونو سربیره له کب نیونې، اس ځغلونې، لامبو، سکي او پر یخ هاکي سره علاقه لري. نوموړی ډیر کله ددې ورزشونو لپاره د سوچي په ساحلي ښار کې د بوخاروف روشي په نوم د تفریحګا پرانسیتی ورزشي چاپیریال کاروي.

17- د پلار له خوا د پوتین نیکه سپیرېډون ایوانویچ پوتین د لینین او وروسته د سټالین په کور کې د اشپز په توګه کار کاوه. د پوتین نیکه کله چې پوتین ۱۳ کلن و مړ شو.
18- د پيو په نوم د څیړنیزې ادارې د ۲۰۱۷ م کال د جون د راپور له مخې په سلو کې پنځه اتیا روسان پر پوتین بشپړ یا تر یو حده باور لري چې کولی شي نړیوالو مسلو سره په سمه توګه چلن وکړي.
19- پوتین وايي پلار یې اتیست( بې دینه) و خو مور یې سرسختې اورتوډکس عیسوۍ وه. هغه مهال چې په شوروي کې پر مذهبي فعالیتونو بندیز لګیدلی و، مور یې پوتین چې ماشوم و په پټه کلیسا ته د ارتوډوکس عیسویانو د مذهبي مراسمو د پرځای کولو لپاره وړی و.
20- د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له هرې لارې هڅه کوي چې په خپل هیواد کې د روسانو ترمنځ ورزش ته وده ورکړي. په ۲۰۱۰ کې پوتین د موټر ځغلونې د نړیوالې ( فورموله ون ) په نوم د سیالیو له مشر بیرني ایکلیسټون سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې د فورموله ون د موټر ځغلونې سیالۍ د اوو پرلپسې فصلونو لپاره د ۲۰۱۴ م کال څخه تر ۲۰۲۰ م کال پورې د روسیې په سوچي کې ترسره کړي.

21- پوتین د قیمتي ساعتونو مینه وال دی. د نوموړې تر ټولو قیمتي ساعت نیم میلون ډالر ارزښت لري چې ټوربوګراف – پور لي میریټي – ساعت دی په کې اتلس قراطه سره زر ، کارول شوي کریسټال شیشه لري او ګڼې نورې ځانګړتیاوې لري.

22- له طبیعت او طبیعي ژویو په ځانګړې توګه پړانګانو سره علاقه لري. ولسمشر پوتین له څیړونکو او ساینسپوهانو سره په هغه څیړنه کې برخه لرله چې پړانګان او یګې یې د څيړنو او درملنې لپاره تعقیبولې او بې هوشه کولې. پوتین هڅه کوي د روسیې سایبریايي خطر سره مخ پړانګان وژغورل شي. پوتین تر دې وروسته په ۲۰۱۲ په یامل ټاپوزمه کې د هغو سایبریايي زاڼو په الوزولو او لارښونه کې چې خپل منزل ته په لارې کې بندې پاتې وې همکاري وکړه. ددې کار لپاره د پوتین په شمول زاڼو ژغورونکي ټیم مرغه ته ورته سپکې وزرې الوتکې وکارولي.

23- پوتین سندرې ویلی شي هغه هم انګیسي سندرې. نوموړې په ۲۰۱۰ م کال کې د خپلو سندرو مهارت هغه مهال څرګند کړ چې په سینټ پيټرز بورګ کې یې یوې خیریه غونډه کې د فټ ډومینو مشهوره ( بلوبیري هیل) سندره په یو تالار کې خلکو ته وویله. وروسته د پوتین ویاند وویل چې پوتین دا سندره خپل د انګلیسي ژبې د زده کړې ټولګي کې یاده کړې وه.
24- پوتین د روسي موټرو مینه وال دی. پوتین یوه زیړ رنګې لاډا کالینا موټر لري. د ۱۹۵۶ م کال یوه والګا او یو تور رنګې نیوا روسي موټر هم لري. نوموړې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم روسیې ته د سفر پر مهال د والګا شټرینګ ته کینولی و. د پوتین په غیرې روسي موټرو کې زغره وال میرسیډیز شامل دي.

25- اوروژونکی پایلوټ: پوتین په ۲۰۱۰ م کال کې د اوروژنې د یوې الوتکې مرستیال پیلوټ په توګه همکاري کوله څو د روسیې په ختیځ کې له سلګونه ځایه لګیدلي اور څخه دوه ځایه اور ووژني.
26- پوتین برانډ: په روسیې کې د تحفو په دوکانونو کې د پوتین د عکس لرونکي کمیسونه او نور توکي په اسانۍ او ښه ډیر موندل کیږي. د پوتین برانډ همدارنګه د ودکا پر هغو شرابو هم لیدل کیږي چې نوم یې ” پوتینیکا“ دی دا شراب د روسیې د کریسټالو دولتي کمپنۍ تولیدوي. همدارنګه په ځینو نورو روسي تولیداتو کې هم د پوتین نوم او څیره د برانډ په توګه کارول کیږي.

27- د پوتین پر لاره د تلو پر مهال خپل چپ لاس ته ټال ورکوي خو خپل ښي لاس له خپل بغل سره نژدې تر ډیره بې حرکته ساتي او نه یې ښوروي. په لویدیځ کې د بدني ژبې څیړونکو ته له اوږدې مودې راهېسې د پوتین دا ډول پر لاره تګ په زړه پورې موضوع ده. که څه هم تر ډيره ځینو باور درلود چې پوتین ښايي د کومې عصبي سکتې له کبله په ښې اړخ کمزوری وي، خو دده پر چلن له اوږدې څيړنې وروسته په لویدیځ کې د بدنې حرکاتو د ژبې ځینې څيړونکې دې نتیجې ته رسیدلي چې ښايي د پخواني شوروي په استخباراتي ادارې (کې جي بي) کې د روزنې پرمهال هغه ته ورښودل شوي چې په ماموریتونو کې خپل ښې لاس تل خپل ښې اړخ ته له پټې تومانچې سره نژدې او چمتو وساتي او په هر ډول بیړنو شرایطو کې له ځان څخه دفاع او ډزو ته چمتو وي. دوی وايي پوتین اوږده موده کې جي بي کې له دې اصل سره ژوند کړی او اوس یې په یو عادت بدل شوی دی. نو ځکه پر لاره د تګ پر مهال خپل ښي لاس تر ډيره ځان سره جوخت او بې حرکته ساتي او کیڼ لاس ته ټال ورکوي. د کې جي بي ځینې نور ایجنټان له هغې ډلې ډیمیټري میډویډیف هم په ورته توګه پر لاره ځي.

28- د پوتین په اړه لویدیځې رسنۍ او ځینې روسان وايي چې د المپیک د سرو زرو د مډال ګټونکې او د روسیې د پارلمان پخوانۍ غړې یې الینا کبایوا یې پټه معشوقه ده. ځینې خو ان وايي چې پوتین او کبایوا خپلو کې بچیان هم لري. خو کریملین تل دا اوازې رد کړي او دا یې تبلیغات بللي دي. په دې وروستیو کې ایټالیا د سفر پر مهال د نوموړې هغو عکسونو لا د خلکو سره پوښتنې زیاتې کړې چې په کې یې د واده ګوته په ګوته کړې ده.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.