که په سویس کې د اوسیدو هیله لرئ، نو له دې عجیبو اصولو یې هم خبر شئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي
اول هغه کړنې چې د ګاونډي د ازیت سبب کیږي:
 د ماشومانو ژړا.
 د سپیو غپیدل.
 د خاوند او ښځې ترمنځ د خبرو اترو ښکته پورته کیدل.
 په مجموع کې د کورنۍ د غړو ترمنځ په لوړ اواز مفاهمه.
 د اوږدو میلو درلودل (د موسیقۍ دوامداره غږول).
 راډیو یا تلویزیون په لوړ اواز غږول.
 پخپله د موسیقۍ آلات په لوړ اواز غږول.
 په خپل کور کې د لوبو کول.
 په بامونو ګرځیدل.
 د حیواناتو ساتل (په خاصه توګه کوترې).
اوس راشئ چې دنړۍ پرمخ دداسې یو هیواد په اړه درسره معلومات شریک کړو چې ګاونډیتوب ته پکې په پوره احتمام سره خلک قایل دي، خلک یې د ژوند د ښه نظم په لرلو سره خوشاله او ارامه دي، دغه هیواد سویس دی.
که په سویس کې د ژوند کولو هیله لرئ، نو تاسې باید د هغې ځای د خلکو د ژوند په اصولو د مخکې څخه ځان پوه کړئ کنه د سویس د ښکلې هوا پرځای به مو ډیر وخت په تیاره او درنده هوا (محبس) کې وخت تیر شي. د سویس د چر (chur) ډیر مشهور ښارګوټي کې د اوسیدو د اصولو په اړه درسره معلومات شریک کوو.
1. په سویس کې د شنبې ورځ د ارام او استراحت ورځ ده، پدې ورځ کې د شپې د ۱۰ بجو څخه وروسته د میلو او مراسمو کول منع دي. پدې ورځ ددې سیمې خلک د ټولې هفتې ستوماني اوباسي او د شور او غالمغال په مقابل کې ډیر جدي عکس العمل ښکاره کوي، لومړی درته وايي چې د شپې د ۱۰ بجو څخه وروسته د مراسمو ترسره کول ددې سیمې د اصولو خلاف عمل دي، او که پدې خبراوي دې سر ونه ګراوه بیا نو پولیس ته زنګ وهي او د څیړنو څخه وروسته که متخلف وپیژندل شوې، درباندې ۳ شپې په محبس کې تیروي. پدې شپه په دیوال باندې میخ ټکول هم منع دي، آن دا چې پدې ورځ د کور فرنیچر هم د یو ځای څخه بل ځای ته نشي انتقالوي. د تلویزیون غږولو ته په هغه صورت کې مجاز ورکړل شوی چې د کور دروازه او کړکۍ دې ټولې بندې وي او بله دا چې اواز یې تر ممکنې ټیټې درجې پورې ټیټ وي.
پدې ورځ د کالو مینځلو ماشین هم نشې استعمالوی.

2. په عادي ورځو کې د شپې د ۱۲ څخه تر ۲ بجو پورې د هر قسم شور جوړول منع دي، ځکه د سیوزرلینډ خلک د ژوند داسې سبک لري چې ماښام وختي ویده کیږي او سهار وختي بیا له خوبه راپاڅیږي ځکه دوی پدې عقیده دي چې د خوبه ناوخته پاڅیدل د ټولې ورځې د بدبختۍ مورینه ده، نو ددې په خاطر دوی نه غواړي چې شپه یې نارامه وي. بله دا چې پدې سیمه کې که څوک په اپارتمان کې اوسیږي نو د شپې د ۱۰ بجو څخه وروسته تشناب نشې استعمالوی، ځکه دوی پدې باور دي چې د اوبو اواز هم ددوی شپه نارامه کولی شي.