طالبان: که امریکایان نه وځي سختو جګړو ته تیار یو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د طالب وسله والو جنګي قومندانان او مشران وايي دوی له امریکا سره جګړې ته چمتو دي.
د میدان وردګو په تنګي کې د طالبانو یوه قومندان مولوي توکل له پي بي ایس امریکایي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دوی ته د ټرمپ او بایډن د حکومت توپیر نشته بلکې امریکا ته په کار ده چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

دغه طالب قومندان ویلي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي نو طالب وسله وال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خونړۍ جګړې لپاره تیار دي.
هغه د افغان حکومت پر وړاندې هم د اقداماتو خبره کړې ده خو وايي تمه لري چې د سولې خبرې پایله ولري.
په ورته وخت کې افغان حکومت بیا وایي چې طالبان په بشپړه توګه جګړې ته تیاری نیسي او د سولې له خبرو په شا شوي دي.
افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغه ډله ژر تر ژره سولې او مذاکراتو ته و هڅوي.
طالب قومندانان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د جو بایډن له تګلارې ملاتړ کوي.
نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان د امریکا د تېر ایستلو په لټه کې دي او داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
نوموړي زیاته کړې امریکایي ځواکونه باید په افغانستان کې شرایطو ته په کتو له دغه هېواد ووځي.
ګراهام وایي که امریکایي ځواکونه د شرایطو تر برابرېدو مخکې له افغانستان وځي نو ددې احتمال شته چې داعش ډله او طالبان بېرته را وګرځي او په افغانستان کې خونړۍ جګړې پيل کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په دې برخه کې د جو بایډن تګلاره اغېزناکه ده او د امریکا سنا به یې ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د هېل نشریې د امریکا ددفاع وزارت له قوله ویلي سره له دې چې په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې وې خو په وروستیو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ۱۲ میاشتو کې هېڅ امریکايي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی.
پنټاګون ویلي د امریکايي عسکرو وروستۍ مرګ ژوبله په افغانستان کې د تېر کال په فبرورۍ کې رامنځ ته شوې، چې تر هغه وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه او بیا تر ننه هېڅ امریکایي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی.
پنټاګون ویلي چې په افغان جګړه کې په تېرو شلو کلونو کې ټولټال ۲۳۲۱ امریکايي عسکر وژل شوي دي.
امریکا داسې مهال د خپلو سرتېرو د نه وژل کېدو خبره کوي چې په افغانستان کې د امریکا پیل کړې جګړه هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي او ورسره جوخت د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي