د افغانستان وچې مېوې تر کاناډا ورسیدي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، کاناډا ته د افغانستان د وچو مېوو صادرات پیل شوه او په نژدې راتلونکې کې به د خلیج او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم دغه صادرات پیل شي.

د کرنې وزارت په وینا، په همدې موخه پرون شنبه د کابل په بادام باغ کې د صادراتو غونډه جوړه شوې وه او کاناډا ته د هېواد د ۱۴ ډوله وچو مېوو لېږدیدل پیل شول.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، کاناډا د افغاني محصولاتو لپاره یو نوی او ښه بازار دی چې په خبره یې ۲۰۲۱ کال به د افغان صادراتو لپاره د تېر په پرتله ښه کال وي.

د ښاغلي غفوري په خبره، د افغانستان محصولات د ښو ځانګړنو په لرلو سره په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې په هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج کې ډېر او ستر مارکېټونه لري.

نوموړی همدا راز زیاتوي، د افغانستان اقلیم او خاوره د کرنیزو محصولاتو او مېوو لپاره ښه جوړه ده چې باید ښه ګټه ترې واخیستل شي او معیاري محصولاتو ته چمتو شي.

هغه له خصوصي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه چې د بسته بندۍ، پروسس، او د نړیوال بازار په معیارونو برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

د حشمت الله غفوري په وینا د رازفورډ شرکت د صادراتو په برخه کې اقدام کړی او نور شرکتونه هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي تر څو دا لړۍ دوام پیدا کړي.

د راز فورډ شرکت مسؤل عبد الستار غفاري بیا وايي چې په لومړۍ جوپه کې د ۵۰۰ زرو ډالرو په ارزښت مېوې صادرېږي چې، ۱۴ ډوله وچې مېوې په کې شاملې دي.

د افغانستان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې ياد محصولات د ځمکني ترانسپورت له لارې د ازبکستان او ترکيې هېوادونو له لارې کاناډا ته صادرېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي