د مصالحې شورا: طالب پلاوي د مذاکراتو پر ځای په سفرونو بوخت دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو ځندېدو پړه پر طالبانو اچوي او وایي، دې ډلې په نامعقوله دلایلو د خبرو بهیر ځنډولی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د مخکینۍ هوکړې پر اساس د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته تللی او د مصالحې شورا، جمهوري نظام، سیاستوالو او د افغانستان د خلکو له ملاتړه برخمن دی.
د سرچینې په وینا، که څه هم مذاکره کوونکي پلاوي ته بشپړ واکونه او مشورې ورکړل شوي، خو په خبره یې، طالبان په پلمو او نامعقوله دلایلو د دې پروسې د ځنډېدو لامل شوي.
اعلامیه زیاتوي، طالبان د دې پر ځای چې د جګړې پر پای ته رسېدو او مهمو قضیو بحث وکړي، په داسې سفرونو بوخت دي چې د سولې خبرې څنډې ته کوي.
د مصالحې شورا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې په هېواد کې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.
په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي چې که طالبان پر دې فکر وي چې له مذاکرې پرته به پر نورو لارو د افغانستان ستونزه حل شي، تېروتلي دي.
د یادونې ده چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راپدېخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین‌الافغاني خبرو بهیر ځنډېدلی دی، خو د دولت پلاوی بیا وايي چې دوی خبرو ته تیار دي، ولې طالبان ورسره د مذاکراتو مېز ته نه حاضرېږي او د مذاکراتو پر ځای ځینو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي.
طالبان بیا وايي، خبرې درېدلې نه دی، بلکې د دوی پلاوی د مهمو کارونو له پاره ځینو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا ځنډ طبعي دی.
هیره دې نه وي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
بلېنکن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له زلمي خلیلزاد سره یې افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي